د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د روغتیا سازمان: ځینې هېوادو ته به دکوواکس واکسین ورسیږي


د روغتیا نړیوال سازمان د خوندیتوب او واکسیناسیون د برخې مشره کېت اوبراین 
د روغتیا نړیوال سازمان د خوندیتوب او واکسیناسیون د برخې مشره کېت اوبراین 

د روغتیا نړیوال سازمان یوه مشره وايي، هغو هېوادونو ته چې د خلکو عواید یې کم دي، د کوواکس په نوم د کرونا ضد واکسین رسول به روانه میاشت پیل شي.

د دغه سازمان د خوندیتوب او واکسیناسیون د برخې د مشرې کېت اوبراین 'Kate O'Brien' له خوا پرون پنجشنبه(د مرغومي ۱۸مه) دا اعلان په داسې حال کې وشو چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو له کبله وضعیت کړکېچن بللی دی.

دغه ویروس چې په خلکو کې په چټکۍ خپرېږي، لومړی په اروپا کې راڅرګند وشو، بیا وروسته د نړۍ ځینو نورو هېوادونو ته خپور شو.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۸ میلیونو ته رسېدلی او په دې ویروس د مړو شمېر تر یو میلیون او اته لکه نوي زرو ته زیات دی.

XS
SM
MD
LG