د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

د کرونا دوهمه څپه؛ "لارښوونو ته د افغانانو کمه پاملرنه وروستي حد ته رسېدلې"


په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا وبا اخته ناروغانو درملنه کیږي.
په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا وبا اخته ناروغانو درملنه کیږي.

سره له دې چې هره ورځ په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیاتېږي او د مړینې په شمېر کې هم زیاتوالی راځي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، روغتیايي لارښوونو ته د خلکو کمه پاملرنه خپل وروستي حد ته رسېدلې ده.

د ماسک نه کارول، ټولنیز واټن ته پام نه کول، د ودونو او رسټورانټونو فعالیت او د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک بازارونه هغه څه دي چې د روغتیا وزارت یې له روغتیايي لارښوونو سرغړونه بولي.

په افغانستان کې دوه پنځوس زره او ۵۱۳ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې دوه زره ۲۰۱ تنه مړه شوي دي.

روغتیا پالان د کوېډ ـ۱۹ اړوند روغتونونو کې په دې وبا د اخته کېدونکو کسانو د شمېر ډېروالی او دغه شان د دې ناروغۍ له کبله د خلکو ورځ تر بلې زیاتېدونکي مړینې ته اندېښمن دي.

دوی له خلکو غواړي چې د خپل ځان او خلکو د ساتنې لپاره روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي.

د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر فرهاد سارم چې په هرات کې د کرونا په مرکزي روغتون کې دنده لري وايي، همدا اوس د هرات په دوو روغتونونو کې په کرونا اخته ۸۸ ناروغان بستر دي او یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ تنه د همدې ناروغۍ د نښو درلودو له کبله مړه شوي دي.

د هرات روغتون،د هرات په دوو روغتونونو کې په کرونا اخته ۸۸ ناروغان بستر دي .
د هرات روغتون،د هرات په دوو روغتونونو کې په کرونا اخته ۸۸ ناروغان بستر دي .

دی وايي: "د کرونا د دویمې څپې پېښې مخ په زیاتېدو دي، همدا اوس په شیدايي روغتون کې درې شپېته ناروغان لرو. همدا ډول ۱۷ تنه په شیدايي روغتون کې بستر دي. ۲۵ داسې ناروغان شته چې روغتیايي حالت یې خراب دی او بېړنۍ روغتیايي خونې کې دي. تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ تنه د کرونا ناروغۍ د نښو درلودو له کبله مړه شوي دي."

د کرونا ناروغان داسې مهال ورځ تر بلې ډېرېږي چې د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ښارونو قرنطین کول، په تګ راتګ محدویت او همدا ډول د ودونو د صالونونو رسټورانټونو بندول د دې ناروغۍ د مخنیوي مناسبه حل لار نه ده او په ټولنیزه برخه کې به هېڅ ډول محدویت وضع نه شي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، د ښارونو قرنطین او محدویت وضع کول ښه تجربه نه ده او دوی به یې عملي نه کړي.
د عامې روغتیا وزیر وايي، د ښارونو قرنطین او محدویت وضع کول ښه تجربه نه ده او دوی به یې عملي نه کړي.

نوموړی وايي: "وړاندې مو هم ویلي، نور کابینې ته د ښارونو د قرنطین کولو موضوع نه وړاندیز کوو، ځکه له یوه لوري نه عملي کېږي او بل خوا ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي ننګونې هم شته. یوازې په ځیرک ډول د محدویت وضع کولو وړاندیز به کوو."

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان د کرونا وبا له خپرېدو تر اوسه په دې ناروغۍ په ټول هېواد کې دوه پنځوس زره او ۵۱۳ تنه اخته شوي چې له ډلې یې دوه زره ۲۰۱ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG