د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

"تر راتلونکو ۶ میاشتو د کرونا ضد واکسین افغانستان ته رارسېږي"


د کرونا ویروس ضد واکسین
د کرونا ویروس ضد واکسین

تمه ده چې د کرونا پرضد د واکسین لومړنۍ جوپه تر شپږو میاشتو پورې افغانستان ته ولېږدول شي.

دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "د افغانستان او د واکسین د نړیوال ایتلاف د توافق له مخې، د کرونا ویروس ضد واکسین د لومړۍ جوپې په رسيدو به د هيواد د وګړو درې فیصده واکسین شي."

ښاغلي سمسور زیاته کړه، چې افغانستان ته د کرونا ویروس لېږد به تر۲۰۲۲ کال پورې په پنځو مرحلو کې ترسره شي.

د ورلډو میترس د ویبپاڼې د شمېرو له مخې په افغانستان کې له ۵۲ زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي او له امله یې هم له ۲۱۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG