د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

نړۍ د کرونا ویروس ضد واکسین ته په هیلو سره د نوي کال هرکلی کوي


د نوي ۲۰۲۱ کال هرکلی
د نوي ۲۰۲۱ کال هرکلی

نړۍ ۲۰۲۰ کال شاته پرېږدي او د نوي کال په دې هیله هرکلی کوي چې واکسینونه به‌یې له کرونا وبا خوندي کړي.

د نوي کال مراسم کال مخکې په داسې حال کې ترسره شول چې د روغتیا نړیوال سازمان د لومړي ځل لپاره تأیید کړه چې د چین په ووهان کې یوه اخیستونکې ناروغي پيدا شوې ده چې سکاروې ته ورته ده، بیا لږ وروسته دا ناروغي تشخیص شوه چې 'کووېډ-۱۹' ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس د نوي کال په مناسبت په نیویارک کې په خپل پیغام کې وویل، له هغې شېبې چې 'کووېډ-۱۹' اخیستونکې ناروغي خپره شوې ده ګڼ‌یې وژلي، د کورنیو او ټولنې ژوند یې ګډوډ کړی دی او په ټوله نړۍ کې یې اقتصاد ځپلی دی، خو ګبریاسوس زیاته کړه چې د نړۍ په تاریخ کې دا ځل تر ټولو ژر او په پراخه کچه ځواب ورکړل شو.

تدروس ادهانوم ګبریاسوس
تدروس ادهانوم ګبریاسوس

له کله چې تېر کال د کرونا ویروس په چین کې پيدا شو له هغه وخته تر اوسه نږدې ۸۳ ملیونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او په نړۍ کې یې د یو ملیون او اته لکه کسانو ژوند اخیستی دی.

داسې باور دی چې دا دواړه تأیید شوې شمیرې به تر دې لوړې وي.

تېر کال خلکو په نړۍ کې د نوي کال په مراسمو کې برخه واخیسته، پراخ ګډون‌یې وکړ خو دا ځل وېره خپره ده او کرونا ویروس په چټکۍ په خپرېدو دی.

څه چې اندېښنې زیاتې کړي د کرونا نوې بڼه ده چې په بریتانیا کې پیدا شوې ده چې په چټکۍ خپرېږي او تر اوسه په ۲۰ هېوادونو کې خپره شوې ده چې په وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو او هند ته رسېدلې ده.

بریتانیا کې د کرونا ویروس د نوې بڼې له امله پر سفرونو او د خلکو پر تګ راتګ بندیزونو له امله د رېلونو تش تمځای
بریتانیا کې د کرونا ویروس د نوې بڼې له امله پر سفرونو او د خلکو پر تګ راتګ بندیزونو له امله د رېلونو تش تمځای

نوې کرونا د (بي، یو، یو-اووه) په نوم ښایي په نړیواله کچه په ټولنو کې سر له اوسه لا ډېره وي.

ساینس‌پوهان وایي چې دا نوې کرونا ډېره وژونکې نه‌ده او سخته ناروغي نه‌ده، خو په ورته وخت کې داسې اټکل نه‌کېږي چې دا به له جوړو شویو واکسینونو سره مقاومت وکړي.

XS
SM
MD
LG