د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د "کوېډ١٩" نوې بڼه امریکا، لاتينې امریکا او هندوستان ته هم ورسېده


د کرونا ویروس پر نوې بڼې لومړى ځل په بریتانیا کې خلک اخته شوي.
د کرونا ویروس پر نوې بڼې لومړى ځل په بریتانیا کې خلک اخته شوي.

د کرونا ویروس نوې بڼه چې په چټکۍ سره اخیستل کېږي او لومړی ځل په بریتانیا کې وپېژندل شوه، اوس په امریکا، هندوستان او لاتينې امریکا کې هم خلک پرې اخته شوي.

په امریکا، هندوستان، پاکستان او لاتينې امریکا، کاناډا، استرالیا، او لږ تر لږه شلو اروپايي، اسیايي او منځني ختيځ هېوادونو کې د نوې کرونا ویروس پېښې پرون د ډسمبر په ۲۹مه تایید شوې او ویل کېږي، چې ټولې نښې نښانې داسې ښيي چې د ویروس نوې بڼه په ټوله نړۍ کې خپره شوې ده.

په دغو ټولو هېوادونو کې د کرونا ویروس نوې بڼه چې واریانت ویروس بلل کېږي، پېژندل شوې او له همدې کبله دولتونه اړ شوي چې یو ځل بیا پر سفر محدودیت وضع کړي.

له دې کبله چې د کرونا ویروس دا بله بڼه په ډېر سرعت سره انتقالېږي، د اروپايي ټولنې د روغتیا ادارې خبرداری ورکړی، چې که ډېر خلک په دې ویروس اخته شي، یو ځل بیا د بستر کېدونکو کسانو او مړینو شمېر زیاتېدای شي.

یوه اوونۍ مخکې برتانیې د نوې بڼې کرونا یروس یا واریانت ویروس د خپرېدو له کبله په لندن او جنوب ختیځ انګلنډ کې محدودیت اعلان کړ.

لومړی ځل د ویروس دا ډول په سپټمبر میاشت کې وپېژندل شو.

په داسې حال کې، چې دغه ویروس مخ پر خپرېدو دی، د نیویارک، ریو ډي ژنېرو او سډني په ګډون په ټوله نړۍ کې د نوي کال د لمانځلو مراسم محدود شوي دي.

پر دې ناهیله کوونکي وضعیت سربېره په ۲۰۲۱ م کال کې هیله شته چې په پسرلي او دوبي کې به خلک ګڼو واکیسنو ته لاسرسی ولري.

شا او خوا ټولو اروپايي ټولنې هېوادونو د تېرې یکشنبې په ورځ د واکیسناسیون کمپاین پیل کړ.

خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا ویلي، چې معلومه نه ده چې ایا دا نوی ډول ویروس به د واکیسن هڅې بې ځایه کړي که څنګه.

که څه هم امریکا او اروپا د واکیسن کمپاین ورو روان کړی دی، اسراییل په یوازي نهو ورځو کې پنځه لکه کسان واکسین کړي چې دا د دې هېواد د نفوس پنځه فیصده برخه جوړوي.

XS
SM
MD
LG