د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

امریکا: بريتانيايي مسافر د کرونا ویروس منفي ټيسټ ته اړتیا نه لري


شماری از مسافران در میدان هوایی نیویارک
شماری از مسافران در میدان هوایی نیویارک

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په پام کې نه لري له بریتانیا پر راغلو مسافرو د کرونا ویروس د ټیسټ منفي ثابتولو موضوع وتپي.

په سپینه ماڼۍ کې د کرونا ويروس په وړاندې د مبارزې ډلې د دوشنبې ورځې تر کتنې وروسته د دې موضوع ملاتړ کړی و، هغه مسافر چې له بریتانیا راځي د کرونا ویروس د منفي ټیسټ نتیجه دې وښيي.

خو درېیو باخبره اشخاصو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره سم د لاسه په پام کې نه لري، چې دا مهال دې داسې کوم اقدام وشي.

وروسته له هغې چې په بریتانیا کې د کرونا ويروس په نوې بڼه ځینې کسان اخته شول، زیاتو هېوادونو له بریتانیا سره الوتنې او تګ راتګ وځنډاوه.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن او د دغه هېواد متخصصانو ویلي، چې د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو امکان د پخواني هغه پر تله ۷۰ فیصده زیات دی.

بلخوا د کاناډا د عامه خوندیتوب وزیر بل بلېیر د سې شنبې په ورځ وویل، حکومت یې کاناډا ته له بریتانیا او نورو هېوادونو د راروانو مسافرو د جدي کنټرول لپاره تازه مقررات لګوي.

اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ سپارښتنه وکړه، د دې ټولنې ټول غړي هېوادونه دې محدودیتونه کم کړي، چې سفرونه پیل شي او خلک وکړای شي د کرسمس یا د عیسویانو په جشن کې د ګډون لپاره خپلو کورونو او خپل-خپلوانو ته لاړ شي.

لندن کې يو هوايي ډګر
لندن کې يو هوايي ډګر

څو هوايي شرکتونه چې له بریتانیا مسافر نیویارک ته لېږدوي، دېته انتظار دي، چې د کرونا وایروس منفي ټیسټ وړاندې کړي.

د امریکا ټاکلي ولسمشر جوبایډن ویلي، د جنورۍ میاشتې تر شلمې وروسته په الوتکو، رېلګاډو او بس موټرو کې به د ماسکونو کارول جبري شي، هغه اقدام چې تر اوسه د ډونالډ ټرمپ ادارې نه دی کړی.

د امریکا د حساسیت او ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ رئیس انتوني فاوچي، اې، بي، سي ټلویزیون ته ویلي، ممکن د کرونا ویروس نوې بڼه په امریکا کې هم خپره شوې وي.

د کوېډ١٩ ناروغۍ په برخه کې د جو بایډن سلاکار مایکل اوستره د سې شنبې په ورځ وویل، له بریتانیا د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو د مخنیوي لپاره پر ټولو انتخابونو غور کېږي.

هغه د ډونالډ ټرمپ له ادارې هم غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې ځینې طرحې وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG