د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

بریتانیا د "کوېډ۱۹" ضد واکسین ۲ میلیونه نور ډوزونه هم ترلاسه کړي


آرشیف
آرشیف

بریتانوي چارواکي وايي د کرونا ويروس ضد واکسین ۲ میلیونه نور ډوزونه یې هم ترلاسه کړي دي.

د بریتانیا حکومت موافقه وکړه، چې د کرونا ويروس ضد واکسین ۳۵۰ میلیونه ډوزه له ۷ مختلفو تولیدوونکو شرکتونو رانیسي، خو دغه شرکتونه باید د دغه واکسین موثریت ثابت کړي.

بریتانیا له وړاندې د کرونا ويروس ضد واکسین ۲ ملیونه ډوزه ترلاسه کړي دي.

بریتانیا په پام کې لري، چې څومره ممکنه وي ژر تر ژره خپل ۶۷ ملیونه وګړي د کرونا ويروس پر وړاندې واکسین کړي.

ګارډین او فایننشل ټایمز ورځپاڼو راپور ورکړی، د بریتانیا روغتونونو ته ویل شوي، دوی ته ښايي د واکسین لومړي ډوزونه د ډسمبر میاشتې تر اوومې ورسېږي.

د لندن د امپریال کالج د ازمیښتي درملو پروفیسور پیټر اوپنشا وویل، دا به حیرانوونکې نه وي که په دې اړه په راتلونکو دوو اوونیو کې یا هم حتی ممکن راتلونکې اوونۍ کوم اعلان وشي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې هم هیله ښوول شوې، چې د واکسین پروګرام په ډسمبر میاشت کې تطبیق شي.

په امریکا کې روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې تېره جمعه د شکرانې له ورځې وروسته او د کرسمس د جشن پر مهال ښايي د کرونا ویروس پېښې زیاتې شي، بلخوا د څو واکسینونو د ازموینې او تولید په اړه هڅو هم خلکو ته یوه هیله ورکړې ده.

د امریکا د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر انتوني فاوچي وویل، په دغه هېواد کې په کرونا ويروس د خلکو د اخته کېدو سطحه ناڅاپه بدلېږي نه.

هغه زیاته کړه، په راتلونکو اوونیو کې به وضعیت بدل نه شي، خو په دوو- درېیو اوونیو کې به د مثبتو پېښو د زیاتېدو شاهدان یو.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کوېډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تېره جمعه د اول وار لپاره تر دوو لکو واوښت.

په امریکا کې په ټوله کې په کرونا ويروس یا کوېډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۳ ملیونو اوښتی او د مړو شمېر تر دوو لکو او ۶۶۰۰۰ زیات شوی دی.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر تر ۶۲ ملیونو او اوو لکو زیات دی او د مړو شمېر یونیم میلیونونو ته نږدې شوی دی.

XS
SM
MD
LG