د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

اروپا کې د کرونا ویروس پر ضد د واکسیناسیون پراخ پروګرام پیل شو


د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق
د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق

په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس پر ضد د واکسیناسیون پراخ پروګرام پرون یکشنبه پیل شو.

په اکثرو اروپایي هېوادونو کې زړو خلکو ته دا واکسین ورکول شو.

د فایزر او بیو اېن تیک کمپنیو له‌خوا جوړ د کرونا ویروس پر ضد واکسین چې شاوخوا یوه میاشت کې به هر چا ته دوه ځلې ورکول کېږي، د شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې هېوادونو ته رسېدلی و.

په چک جمهوریت کې د دې هېواد صدراعظم اندرې بابیش لومړی کس و چې د پلازمېنې پراګ په پوځي روغتون کې واکسین شو.

هغه خبریالانو ته وویل: "موږ به تر نهو میاشتو دې کمپاین ته دوام ورکړو، خو دا د واکسین له کمیت او لاسرسي سره تړلې مسئله ده. د واکسین لپاره به انلاین نوم‌لیکنه کېږي."

د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیش
د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیش

د سلواکیا ولسمشره زوزانا چاپوتووا او د بلغاریا د روغتیا وزیر کوستانتین انګیلو هم لومړني کسان وو چې په خپلو هېوادونو کې د ټلوېزیوني کمرو په وړاندې واکسین شول ترڅو د کرونا ضد واکسین د مؤثریت په اړه د خلکو باور زیات کړي.

د اروپايي ټولنې په ډېری هېوادونو کې دا واکسین لومړی هغو کسانو ته ورکول کېږي چې کمزوري دي.

د دې ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو د ډسمبر ۲۷مه د «V-Day» په نوم یاده کړې ده.

د ایټالیا په ګډون چې د کرونا د وبا په پیل کې یې سختې ورځې ولیدلې، په جرمني او نورو اروپايي هېوادونو کې هم د دې واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د اروپایي ټولنې غړو دا ورځ د بري د ورځې په نوم یاده کړې ده.

د ایتالیا صدراعظم جوزېپې کونتې په یوه ټویټ کې ولیکل چې دا ورځ به زموږ په تاریخ کې د تل لپاره ثبت شي.

ایتالیا کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره روغتون او ډاکتران
ایتالیا کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره روغتون او ډاکتران

د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین په جرمني کې وویل، نن ورځ د اروپا د بري کیسه پیلېږي. هغې زیاته کړه نن ورځ به په زرګونه انسټټیټونه او څېړونکي سره په تماس کې وي ترڅو په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې ولیدل شي چې دغه واکسین څه ډول عمل کوي.

سیاستوال او څېړونکي دغه‌راز خبرداری ورکوي چې دا به څو میاشتې وخت ونیسي چې د کرونا ضد واکسین ټولو ته ورسېږي. دوی همدا شان له خلکو غواړي چې له ماسکونو استفادې ته دوام ورکړي، فزیکي واټن مراعات کړي او خپل لاسونه تل په صابون ومینځي.

اروپایي کمېسیون ویلي چې د واکسینونو د څه باندې دوو میلیارد دوزو د پېرلو قرارداد یې له څو کمپنیو سره کړی دی.

تمه ده چې د اروپایي ټولنې روغتیایي مسؤلین د جنوري په شپږمه د مودرنا شرکت جوړ شوی واکسین هم تأیید کړي. د دغه واکسین مؤثریت هم د کرونا په وړاندې په سلو کې څه باندې نوي ښودل شوی دی.

د مودرنا شرکت کرونا ویروس ضد واکسین
د مودرنا شرکت کرونا ویروس ضد واکسین

د اروپايي ټولنې په غړو کې له ۱۶ ملیون زیات خلک په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي او ۳۳۶ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG