د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د کرونا نوې چټکه خپرېدونکې بڼه په ګڼو هېوادونو کې ثبت شوه


ارشیف، په کرونا ویروس اخته ناروغ
ارشیف، په کرونا ویروس اخته ناروغ

ګڼو هېوادونو د کرونا د نوې بڼې چې چټکه خپرېږي، د ثبتولو خبر ورکړی دی.

څلور پېښې په اسپانیا، یوه په سویډن او دوه په کاناډا کې ثبت شوي.

د کرونا دا نوی ډول چې تر اوسه پورې نه‌ده ثابته شوې چې د واکسین په وړاندې مقاومت لري، په هانګ کانګ، سنګاپور، استرالیا، فرانسې، جاپان او فیلیپین کې هم موندل شوی دی.

د کرونا دا نوې بڼه چې ویل کېږي ډېر ژر خپرېږي، خو د مخکېنۍ هغې په شان وژونکې نه‌ده، لومړی پلا په بریتانیا کې خپره شوه.

XS
SM
MD
LG