د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

اروپايي هېوادونو د "کوېډ۱۹" ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړی


ارشیف
ارشیف

اروپايي هېوادونه نن د ډسمبر په ۲۷ مه نېټه د کوېډ۱۹ ناروغۍ پر ضد د واکسینو پراخ کمپاین پیل کړ.

د واکسینو دې پروګرام ته، د دې نړیوالې وبا د ختمولو د یو چانس په سترګه کتل کېږي.

د یکشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسینو په ډوزونو بار لارۍ د د زړو خلکو د پالنې مرکزونو ته واستول شوې.

روغتیايي کارکونکي هم په هغه لومړیو کسانو کې دي چې د کرونا پر ضد واکسین به ورته ورکړل شي.

اروپايي ټولنې مشرانو دا د " بریا ورځ " یاده کړې، او د ۲۰۲۱ م کال په اوږدو کې یې د دې ټولنې په ۲۷ غړیو هېوادونو کې ټولو لویانو ته د کرونا د واکسین د تطبیقولو ژمنه کړې.

دوی همدارنګه ویلي، چې ټوله اروپايي ټولنه کې به دې واکسینو د خلکو یو ډول لاسرسی باوري کړي.

اجمل اند په دې موضوع په جرمني کې له مېشت افغان ډاکټر او د عمومي طب له متخصص متین ساپي سره مرکه کړې.

په سر کې یې ترې پوښتلي چې ولې اروپايي هېوادونه لومړی دا واکسین د ډېر عمر لرونکو کسانو او روغتیايي کارکونکو ته ورکوي؟

د لاندې لینک په کېکاږلو سره دغه مرکه اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:23 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG