د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۲

ګڼو اروپايي هېوادونو بریتانیا ته پر تګ راتګ بندیزونه ولګول


ارشیف، د بریتانیا یو هوايي ډګر
ارشیف، د بریتانیا یو هوايي ډګر

یو شمېر اروپايي هېوادونو بریتانیا ته په تګ راتګ باندې نوي بندیزونه لګولي.

د جرمني، بلجیم، ایټالیا او هالند له‌خوا تازه بندیزونه وروسته له هغه ولګېدل چې بریتانوي چارواکو د لندن په ګډون په ځینو سیمو کې د کرونا ویروس د یو بل چټک ډول د خپرېدو اعلان وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو هم په بریتانیا کې د کرونا د نوي ډول په خپرېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خلک باید ډېر پام وکړي.

جرمني پرون ناوخته اعلان وکړ چې له نیمې شپې به جرمني ته د بریتانیا الوتنې ودرول شي. بلجیم له دې مخکې ویلي و د هغو کسانو په مخ چې د ځمکې یا هوا له لارې له بریتانیا راځي لارې تړي.

جرمني کې وضع شوي بندیزونه
جرمني کې وضع شوي بندیزونه

ایټالیا چې یو وخت په خپله کرونا ویروس ډېره ځپلې وه اعلان وکړ چې بریتانیا ته الوتنې ځنډوي.

هالند هم بریتانیا ته پروازونه منع کړل.

اتریش هم ورته اقدام کوي.

دا ټول وروسته له هغه چې بریتانوي چارواکو د کرونا ویروس د یوې نوې بڼې د خپرېدو اعلان وکړ.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د ویروس د نوې بڼې په اړه ویلي: "داسې شواهد نه‌دي موجود چې ثابته کړي د کرونا ویروس د دې بڼې روغتیايي ستونزې دې ډېرې وژونکې وي، خو داسې ښکاري چې د ویروس دا شکل له اصلي ویروسه ۷۰ فیصده ډېر چټک د انتقال وړ دی."

بورېس جانسون
بورېس جانسون

بریتانیا د نړۍ یو له هغو هېوادونو ده چې ګڼ خلک په‌کې کرونا نیولي او مړه کړي دي.

د وروستیو شمېرو له مخې چې د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون اعلان کړي څه باندې دوه ملیونه کسان په بریتانیا کې په کرونا اخته دي او له ډلې یې ۶۷ زره او ۵۰۰ تنه مړه شوي.

د کرونا د نوې بڼې نښې نښانې ان په سپټمبر کې راپور شوې وې. یو شمېر خلک د بریتانیا په حکومت انتقاد کړی چې ولې یې مخکې له مخکې دا مسئله جدي نه‌وه نیولې.

په بریتانیا کې دننه تدابیر بېرته سخته شوي. د روغتیا وزیر مت هانکوک ویلي محدودیتونه په چټکۍ پلي کېږي. هغه د خلکو غونډې له هغې ډلې د رېل ګاډو په تم ځایونو کې ګڼه ګوڼه غندلې او غیر مسؤلانه کار یې بللی دی.

د امریکا متحده ایالاتو هم چې د کرونا له لاسه تر نورو هېوادونو ډېر ځپل شوی او له نږدې ۱۸ ملیونه ناروغانو درې لکه او ۱۷ زره تنه په‌کې مړه شوي په بریتانیا کې د 'کووېډ-۱۹' د نوې بڼې په خپرېدو جدي اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا لوی جراح یا «Surgeon General» جروم آدمز پرون وویل په کرونا ویروس کې هر بدلون ښيي چې خلک باید ډېر محتاطه واوسي. هغه ګواښ وکړ چې ویروسونه تل همداسې په بدلېدو وي او دا وار ثابته شوې چې د کرونا تازه بڼه په چټکۍ خپرېږي.

بریتانیا کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق
بریتانیا کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق

د کرونا د نوې بڼې د خپرېدو اعلان داسې وخت وشو چې د نړۍ په ځينو سیمو کې د کرونا د واکسیناسیون پیل خلکو ته د دې وژونکې وبا د ختمېدو لپاره هیلې پیدا کړې وې.

بریتانیا د نړۍ له لومړنیو هېوادونو وه چې د فایزر او بایو ان تیک کمپنیو په لاس جوړ د کرونا واکسین‌یې پیل کړ.

په امریکا کې هم په فایزر بایو ان تیک سربېره د مودرنا کمپنۍ له‌خوا جوړ شوی د کرونا واکسین هم پيل شوی.

XS
SM
MD
LG