د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

په کرونا ضد واکسین بار لومړي کانټینرونه د امریکا ۱۵۴ روغتیايي مرکزونو ته رسېږي


د مشیګان د درمل جوړولو له یوه لوی کارځای څخه بېلابېلو ښارونو ته روانې شوې له کرونا ویروس ضد واکسین ډکې لارۍ
د مشیګان د درمل جوړولو له یوه لوی کارځای څخه بېلابېلو ښارونو ته روانې شوې له کرونا ویروس ضد واکسین ډکې لارۍ

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۷۱ ملیون او په دې ویروس د مړو شمېر تر یو ملیون او شپږو لکو اوښتی، نن په کرونا ویروس ضد واکسین بار لومړي کانټینرونه د امریکا ۱۵۴ روغتیايي مرکزونو ته رسېږي.

په کرونا ویروس ضد واکسین لومړۍ بار دا لارۍ د پراخې استفادې لپاره پرون د مشیګان د درمل جوړولو له یوه لوی کارځای څخه بېلابېلو ښارونو ته روانې شوې.

د فایزر کمپنۍ د واکسینونو انتقال، د امریکا په تاریخ کې د واکسینونو د لېږد تر ټولو پراخ کمپاین ګڼل کېږي.

تمه ده په لومړیو کې د دغه واکسین درې ملیون دوزه بېلابېلو سیمو ته ولېږدول شي او لومړیتوب هم روغتیايي کارکوونکو یا هم پوخ عمره کسانو ته ورکړل شي.

د کرونا ویروس ضد واکسین د لېږدولو لپاره د بسته بندۍ پر مهال
د کرونا ویروس ضد واکسین د لېږدولو لپاره د بسته بندۍ پر مهال

اټکل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې، په ځانګړي ډول د کرسمس او د نوي میلادي کال د جشنونو پر مهال په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نور هم زیات شي.

خو د کرونا ویروس ضد واکسین خبرونو، د کرونا وبا د مخنیوي لپاره خلکو ته یوه هیله ورکړې ده.

د امریکا په متحده ایالاتو کې تر اوسه په کرونا ویروس شااوخوا ۳۰۰ زره کسان مړه شوي دي.

د فدرالي ادارې چارواکو ویلي، د فایزر شرکت د واکسین لومړۍ بستې به نن دوشنبه د امریکا د ۱۵۴ ښارونو روغتیايي مرکزونو ته ورسېږي او ۴۲۴ نور مرکزونه به د سې شنبې په ورځ دغه واکسین ترلاسه کړي، د چهارشنبې په ورځ به ۶۶ نورو هغو ته انتقال شي.

دغه واکسین چې د امریکايي شرکت فایزر او جرمني شرکت بایو ان تیک له‌خوا تولید شوی، د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د بالغو کسانو په تناسب وېشل کېږي.

د کرونا ویروس ضد فایزر بیو ان تیک واکسین
د کرونا ویروس ضد فایزر بیو ان تیک واکسین

د دغه واکسین په ملیونونو دوزه د حرارت په منفي ۹۴ سانتي ګرېډه درجه کې په روغتونونو او نورو محلونو کې ساتل کېږي.

بریتانیا تېره اوونۍ وویل، لومړنی هېواد دی چې خپلو خلکو ته د فایزر او بایو ان تیک شرکتونو د کرونا ویروس ضد واکسین ورکول پیلوي.

XS
SM
MD
LG