د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

برازیل کې ټولو وګړو ته د کرونا ويروس ضد واکسین تطبیقېږي


آرشیف
آرشیف

په برازیل کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره په یو وخت د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې په ۲۰۲۱ کې به د هېواد ټول وګړي د کرونا ويروس پر وړاندې واکسین شي.

برازیل ۲۱۲ میلیونه نفوس لري او تراوسه د دغه هېواد ۶ میلیونه او ۷ لکه تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې د هغو له منځه یولکو ۷۸ زره تنه مړه شوي دي.

د برازیل حکومت په وروستیو کې د واکسیناسیون لپاره څو نېټې اعلان کړي.

لومړی یې وویل چې په مارچ کې به د کرونا ویروس پر ضد واکسیسناسیون پیل کړي، خو څو ورځې وروسته یې وویل چې ښايي په جنورۍ یا فبرورۍ کې خلکو ته واکسین ورکړي.

په دغه هېواد کې د کرونا ويروس د مخنیوي لپاره د دولت پر اقداماتو زیاتې نیوکې شوي دي.

XS
SM
MD
LG