د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

امریکا کې په بېړني ډول د دوو کمپنیو کرونا ضد واکسین کارول تصویب شول


آرشیف
آرشیف

د امریکا متحدو ایالتونو د خوړو د تنظیم ادارې په اضطراري ډول د فایزر او بایو این ټیک کمپنیو کرونا-ضد واکسین کارول تصویب کړل.

له دې سره دې ته لار اواره شوه، چې په امریکا کې په را-روانو څو ورځو کې خلکو ته د اول وار لپاره د دغه واکسین ورکول پیل شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په یوه ویډيويي پیغام کې دغه واکسین د طب په ډګر کې معجزه وباله.

هغه وویل: "موږ یوازې په نهو میاشتو کې یو خوندي اغېزناک واکسین برابر کړ، چې دا په تاریخ کې تر ټولو ستره ساینسي لاسته راوړنه ده، دا به د میلیونونو کسانو ژوند وژغوري او وبا به ژر ختمه کړي."

د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا وایروس یا کوېډ۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر ۳۰۰،۰۰۰ ته نږدې شوی دی.

XS
SM
MD
LG