د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

تېرو ۲۴ ساعتونو کې امریکا کې کرونا ویروس ۳ زره کسان مړه کړي


ارشیف
ارشیف

د امریکا په متحده ایالاتو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله له درې زره زیاتو کسانو په مړینې سره یو نوی ریکارډ ټینګ شو.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکو هڅې تېزې کړي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې واکسین تأیید او عملي چارې یې ژر پیل کړي.

تمه ده چې امریکایي چارواکي په څو راتلونکو ورځو کې د دغه ویروس په وړاندې د فایزز بیو ان تیک واکسین پلي کېدو ته بېړنۍ اجازه ورکړي.

دغه واکسین چې مؤثریت‌یې له ۱۰۰ څه باندې ۹۰ ښودل شوی، د لومړي ځل لپاره د سې شنبې له ورځې راهیسې په بریتانیا کې تطبیق کېږي.

په متحده ایالاتو کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر نږدې ۱۶ میلیونه او د مړو شمېر نږدې درې لکو ته رسېدلی دی.

په داسې حال کې چې مخ پر ودې هېوادونو کې د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې د واکسین لپاره هڅې تېزې شوي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش پرون له افریقایي اتحادیې سره په یوه انلاین غونډه کې د واکسین ناشینالیزم یا د واکسین ملتپالنې په وړاندې خبرداری ورکړ.

XS
SM
MD
LG