د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د کرونا ویروس یوې نوې بڼې اروپا کې د خطر زنګ کړنګولی


ارشیف، په کرونا ویروس یو اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال
ارشیف، په کرونا ویروس یو اخته ناروغ روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د کرونا ویروس نوې بڼه چې په چټکۍ له یوه انسانه بل ته انتقالېږي، په اروپا کې د خطر د زنګ د وهلو سبب شوی دی.

د بریتانیا صدراعظم پرون په لندن او د انګلستان په نورو برخو کې چې شااوخوا ۱۶ ملیونه وګړي په‌کې مېشت دي، د سختو محدودیتونو اعلان وکړ.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او د دغه هېواد ساینسپوهان وايي د کرونا ویروس نوې بڼه د مخکېنۍ هغې پرتله ۷۰ سلنه د انتقال وړ ده.

بل‌خوا روغتیايي متخصصان وايي داسې شواهد نه‌شته چې څرګنده کړي، د ویروس نوې بڼه دې د زیاتو کسانو د مړینې یا شدیدې ناروغۍ سبب شوې وي.

روغتیايي متخصصان په دې باور دي چې د کرونا ویروس ضد واکسین د دغه ویروس د نوې بڼې په وړاندې هم اغېزناک تمامېږي.

په بریتانیا کې په کرونا ویروس اخته کسانو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق
په بریتانیا کې په کرونا ویروس اخته کسانو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق

د بریتانیا چارواکو او د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ویروس د نوې بڼې د چټکې خپرېدو په تړاو له نږدې په تماس کې دي.

د بریتانیا د ساینسي علومو لوی افسر پاتریک ولنس (Patrick Vallance) وویل، دی فکر کوي چې د ویروس نوې بڼه به په نورو هېوادونو کې هم وي، خو په بریتانیا کې اوس پیل شوې ده.

د جنوبي افریقا په ګډون نورو هېوادونو هم د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو راپور ورکړی دی چې د ویروس دغسې یوه بڼه د خلکو د ناروغېدو سبب شوې هم ده.

د هالنډ حکومت نن له بریتانیا د هغه څه له کبله چې په بریتانیا کې یې د 'کووېډ-۱۹' ساري ناروغي بللې، له بریتانیا هر ډول مسافر وړونکې الوتنې منع کړې.

د هالنډ روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، ویل کېږي چې دغه ناروغي په اسانۍ او چټکۍ په خلکو کې خپرېږي او تشخیص‌یې نور هم سخت دی.

هالنډ کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو د موندلو په لټه کې
هالنډ کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو د موندلو په لټه کې

وزارت وايي، معایناتو ښوولې چې د ویروس نوې بڼه په هالنډ کې روانه ډسمبر میاشت کشف شوه، خو دا لا معلومه نه‌ده چې نورو انسانانو ته‌یې څومره سرایت کړی دی.

په راروانو څو ورځو کې به د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د ویروس د نوې بڼې د خطر کمولو لپاره خپل لیدلوری مشخص کړي.

د بریتانیا د ساینسي علومو لوی افسر پاتریک ولنس وویل، د ویروس نوې بڼه چې اوس خپره شوې په چټکۍ مخ ته روانه ده او په روغتونونو کې د بستر شویو ناروغانو شمېر یې هم زیات کړی دی.

د ده په خبره د ډسمبر میاشتې تر نهمې د ویروس د نوې بڼې ۶۰ فیصده قضیې په لندن کې ثبت شوې دي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون ویلي، د کرېسمس د جشن پر مهال به خلک پر یوه ځای نه سره راټولېږي او په لندن یا د انګلستان د جنوب په زیاتو برخو کې باید غیر ضروري دکانونه هم تړلي وي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په بریتانیا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر دوو ملیونو ته رسېدلی او په دې ویروس د مړو شمېر له ۶۷ زرو زیات دی.

شمېرې ښيي چې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۶ ملیونه دوه لکه ۹۱ زرو او ۷۰۰ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG