د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د امریکا مرستیال ولسمشر پنس د کوویډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړ


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د کرونا ضد واکسین ترلاس کړ
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د کرونا ضد واکسین ترلاس کړ

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس پرون جمعه (د لېندۍ ۲۸مه) په یو لړ مراسمو کې چې په ټلوېزیون ښکاره کېدل د کوویډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړ.

دا اقدام د فدرالي کمپاین برخه ده، څو امریکایان قانع شي چې واکسین خوندي دی. متحده ایالاتو د عمومي واکسین لومړی پړاو پیل کړی.

د واکسین له ترلاسه کولو وروسته، د ولسمشر مرستیال ښاغلي پنس وویل: "ما هېڅ احساس نه کړ. عالي و! کېرن او ما وغوښتل مخکې لاړ شو او واکسین واخلو او امریکایانو ته ډاډ ورکړو چې د متحده ایالاتو حکومت د واکسین د تولید د اداري پروسې په ګړندي کولو سره د خلکو په ساتنه کې بې غوري نه ده کړې."

سپینې ماڼۍ پر خوندي او مؤثره واکسینونو د اعتماد تر نوم لاندې د واکسینشین تر ټولو لوی کمپاین پیل کړې.

امریکا کې د کرونا ویروس قضیې په چټکۍ سره زیاتې شوې او د مړو شمېره خورا ټکان ورکوونکې کچې ته ورسېده.

په امریکا کې اوس وخت ټول ټال ۱۷ میلیونه او څلور لکه کسان په کرونا اخته دي چې او درې لکه او دولس زره تنه مړه شوي.

XS
SM
MD
LG