د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

بریتانیا کې د کرونا نوی ډول؛ صدراعظم جانسون سخت بندیزونه اعلان کړل


د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

د بریتانیا صدراعظم سر له نن څخه په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت بندیزونه اعلان کړل.

بورېس جانسون دا بندیزونه په داسې حال کې اعلان کړل چې په دغه هېواد کې د کرونا یوه نوي ډول چې ډېر ژر سرایت کوي، په اروپا کې د خطر زنګونه کړنګولي دي.

صدراعظم جانسون او بریتانیايي متخصصانو ویلي چې د کرونا دا نوی ډول تر لومړني هغه په سلو کې ۷۰ ډېر سرایت کوي.

دا ویروس لومړی پلا د سپټمبر په نیمايي کې د انګلستان یا انګلنډ په جنوب ختیځ کې څرګند شو او اوس په لندن کې ډېر دی.

د بریتانیا او د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې د کرونا ویروس د دغه نوي ډول په اړه له یو بل سره خبرې کوي.

د کرونا دا ډول په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم لیدل شوی دی.

XS
SM
MD
LG