د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

په اسراییل کې نږدې څلور سوه زرو تنو ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شوى


آرشیف
آرشیف

د اسراییل صدراعظم وايي، په دغه هېواد کې نږدې ۴ لکه تنو ته د کورونا ضد واکسین ورکړل شوی دی.

بنیامین نتانیاهو پرون (دوشنبه) وویل، په تېرو ۸ ورځو کې، چې په هېواد کې یې د کرونا پر ضد واکسیناسیون پیل شوی، ۳۷۹ زره تنو ته واکسین پیچکاري شوي دي.

اسراییل ۹ میلیونه او ۲ لکه پنځوس زره نفوس لري.

د راپورونو پر اساس، له اسراییل وروسته تراوسه پورې په بحرین، بریتانیا، امریکا، روسیې، کاناډا او چین کې د نفوس په تناسب ډېرو کسانو ته د کرونا پر ضد واکسین ورکړل شوی دی.

د اسراییل د روغتیا وزیر پولي ادالشتین امر کړی چې په روانه اوونۍ کې دې هره ورځ ۱۵۰ زره تنو ته د کرونا پر ضد واکسین ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG