د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د اشرف غني او عمران خان ټیلیفوني خبرې: پاکستان به افغانستان کې د اوربند هڅه وکړي


محمد اشرف غني او عمران خان
محمد اشرف غني او عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي، هېواد به‌یې هڅه وکړي چې په افغانستان کې شخړې داسې کمې شي چې اوربند ته لار هواره شي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي دا خبره په ټویټر کې وروسته تر دې ولیکله چې تېره شپه ولسمشر غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره پر ټیلیفون خبرې وکړې.

تر دې ټیلیفوني مکالمې مخکې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام‌اباد کې د طالبانو له پلاوي سره تر لیدو وروسته وویل چې په افغانستان کې جګړه نوره د طالبانو په ګټه نه‌ده او دا خبره طالبانو ده ته کړې ده.

شاه محمود قریشي زیاته کړه چې ټول لوري باید د اورکم لپاره هڅې وکړي: "زموږ هیله ده چې شخړې کمې شي، تشدد کم شي، خو دا مسؤلیت یوازې طالبانو ته نه‌شي راجع کېدای، ټولې خواوې چې څومره دي هغوی به خپل نقش لوبوي هیله دا ده دا اورکم د دایمي اوربند په لور روان شي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي د چهارشنبې په ورځ له شاه محمود قریشي سره وکتل.

اسلام‌اباد کې د ملا برادر او شاه محمود قریشي لیدنه
اسلام‌اباد کې د ملا برادر او شاه محمود قریشي لیدنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپرې کړې اعلامیه کې ویلي دي چې اسلام‌اباد ته د طالبانو د پلاوي سفر د افغانستان په مشورې ترسره شوی دی.

اسوشیټډ پرس اژانس د یوې سرچینې په وینا چې نوم‌یې نه‌دی اخیستی خبر ورکوي چې طالبانو یوه ورځ وروسته تر دې په اسلام‌اباد کې له چارواکو سره کتلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد راولپنډۍ ته چې په‌کې د پاکستان د پوځ مرکز دی، لنډ سفر وکړ، خو دې اژانس په دې اړه نور جزئیات نه‌دي خپاره کړي.

د طالبانو پلاوی په داسې وخت کې په درې ورځني سفر اسلام‌اباد ته تللی دی چې په افغانستان کې د شخړو د کمېدو فشار په نړیواله کچه په زیاتېدو دی، خو د دې سربېره چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شوي، بریدونه په افغانستان کې زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG