د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

په دوحه کې د مذاکراتو ګډې کمېټې د اجنډا جوړولو پر سر دوهمه غونډه وکړه


آرشیف
آرشیف

نن ( یکشنبه ) په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو ګډه کمېټې د اجنډا جوړولو پر سر دوهمه غونډه وکړه.

د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تماس ډلې نن یک شنبه د تېرې ورځې د ناستې په دوام د سولې د خبرو د اجندا جوړولو په هدف ناسته وکړه.

دغې ګډې کاري کمېټې پرون شنبه خپله لومړنۍ غونډه کړې وه.

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت که څه هم د دې ناستې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي خو ټینګار کوي، چې افغان دولت د یوې تلپاتې سولې لپاره هڅه کوي.

ناجيه انوري
ناجيه انوري

د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري نن ازادي راډيو ته وویل، د سولې راوستولو لپاره سياسي، ولسي او حکومتي ملاتړ موجود دی.

هڅه مو وکړه په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلې د نننۍ غونډې په اړه د دواړو خواوو له مرکچي پلاوو جزییات تر لاسه کړو خو چا مو پیغام ځواب نه کړ.

د افغان دولت مرکچیانو مخکې ویلي، کله چې اجنډا بشپړه شي، خبرو کې به پر اوربند بحث د ټولول مسئلو په سر کې وي، هغه څه چې عام افغانان او نړیوال هم پرې ټینګار لري.

خو طالبانو تر اوسه په اجندا کې د خپلو شاملونکو غوښتنو او په خبرو کې د لومړیتوبونو په اړه څه نه دي ویلي.

له دې سره هممهاله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ ناوخته په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال ملا برادر او د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر شیخ عبدالحکیم او نورو غړو سره کتلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تیر ورځ ناوخته په خپل ټویټر ولیکل، چې په دې کتنه کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د شوې هوکړې پر اهمیت، د طالبانو د پاتې بندیانو پر خوشې کېدو او له تور لیسته د طالبانو د مشرانو غړو د نومونو پر لیرې کېدو بحث شوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپل ټویټر په دوحه کې له طالب لوري سره د کتنې خبره کړې او په کابل کې یې د مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټې د لومړنۍ غونډې هر کلی کړی او مهمه یې بللې ده.

د خلیلزاد په وینا، دا کمېټه به له طالبانو سره د سولې د هوکړې پر شرایطو، واک وېش او د دایمي او عمومي اوربند پر سر د خبرو په لړ کې د افغانستان دولت لپاره یو صلاحیت لرونکی ارګان وي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاو کډه کمېټه په داسې حال کې د سولې د خبرو د اجندا جوړولو په موخه خپله دوهمه ناستې کوي چې، دواړه لوري د تېرې سپټمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه خبرو ته کېناستل، خو له نږدې درې میاشتو وروسته تېره چهارشنبه دواړه لوري یوازې د خبرو پر کړنلاره موافقې ته ورسېدل.

XS
SM
MD
LG