د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۴۲

افغانستان

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د یوه هیئت په مشرۍ پاکستان ته روان شو

ارشیف، پاکستان کې ته د طالبانو د قطر دفتر د غړو تېر سفر

د طالبانو سیاسي دفتر وايي د دغه دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د طالبانو د یوه هیئت په مشرۍ پاکستان ته روان شو.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تېره شپه په ټویټر کې لیکلي چې په دې سفر کې به د دوی هیئت د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وګوري.

د دولت او طالبانو ترمنځ هغه مذاکرې چې د سپټمبر پر ۱۲مه پیل شوې وې، د ۲۰ ورځو لپاره ځنډول شوې دي.

د دولت هیئت د نورو سلا مشورو لپاره پرون کابل ته ستون شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ناټو: افغانستان کې د سولې "تاریخي" فرصت باید له لاسه ونه‌وځي

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ستیفانو پونتېکورو

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت "تاریخي" بللی او ټینګار یې کړی چې دا موقع باید له لاسه ونه‌وځي.

ستیفانو پونتېکورو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولې د داسې هر اړخیز تړون ملاتړ کوي چې په خبره‌یې د افغانستان مهمې لاسته راوړنې په‌کې خوندي شي.

پونتېکورو دا څرګندونې پرون ماښام له پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او د اسلامي وحدت ګوند له مشر محمد کریم خلیلي سره تر لیدو کتو وروسته کړې دي.

پونتېکورو له تېرو څو ورځو راهیسې له افغان چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره د سولې په تړاو د خبرو لړۍ پیل کړې ده.

ناټو له دې وړاندې ویلي، له افغانستانه شرایطو ته په کتو خپل سرتېري باسي، دا په داسې حال کې ده چې امریکا دغه هېواد کې تازه د خپلو ځواکونو شمېر دوه نیم زرو ته راټیټ کړی دی.

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلې نن لومړنۍ سیالۍ کوي

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلې

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلې نن د درېیو یو ورځنیو لوبو لومړنۍ سیالۍ ترسره کوي.

کرکټ بورډ وایي، افغان لوبغاړو دغې سیالۍ ته پوره چمتووالی نیولی او تمرینونه‌یې ورته کړي دي.

دا سیالۍ د افغانستان په وخت د سهار په لس نیمو بجو په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

دا په تېر نږدې یوه کال کې چې نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لومړنۍ نړیواله سیالۍ ده.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دغه سریز دوهمه او درېیمه لوبه د جنورۍ په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.

د کاناډا صدراعظم: خپلواک او ولسواک افغانستان ته له رسوونکې سولې ملاتړ کوو

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو وایي، هېواد یې افغانستان کې د داسې سولې ملاتړ کوي چې له مخې یې دغه هېواد باثباته او خپلواک شي او ولسواک نظام ولري.

ترودو دغه څرګندونې پرون ماښام له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړې.

د ارګ خبرپاڼه وایي چې ترودو له ښاغلي غني سره په دغو خبرو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده.

دواړو لورو د ناټو د دفاع وزیرانو په راتلونکې غونډه چې فبروري کې جوړېږي، هم خبرې وکړې او ویې‌ویل چې دې غونډه کې باید د افغانستان پر وړاندې ګډ او همغږی سیاست رامنځته شي چې له مخې یې د سولې خبرې مطلوب هدف ته ورسېږي.

افغان ولسمشر پرون په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس وېلسن او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت له قوماندان سکاټ مېلر سره هم د سولې پر بهیر او د امریکا له نوي حکومت سره د اړیکو په اړه (مفصلې) خبرې کړې دي.

د ټولګټو وزارت د خپلو ۱۹۲ کار کوونکو د دندو ځای بدل کړ

‎د افغانستان د ټولګټو وزارت د خپلو ۱۹۲ کار کوونکو د دندو ځای بدل او ځینې يې د تنخواګانو په خونديتوب سره کار ته په تمه وګرځول.

‎د دغه وزارت چارواکي وایي، یاد وزارت دا چاره د ظرفیت لوړونې او فساد سره د مبارزې لپاره تر سره کړې ده.

‎د دغه وزارت ویاند خلیل الرحمن امید ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې له دې شمېر کار کوونکو ۴۰ تنه ښځینه کار کوونکې یې بېرته په وزارت کې په دندو ساتلي دي.

‎خو بل خوا معترض کارکوونکي وایي چې ياد وزارت دا کار غیر قانوني کړی دی.

‎يو شمېر دغو معترضین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې نیوکې کړي چې کلونه یې په ټولګټو وزارت کې کار کړی، خو اوس بې دلیله منفصل کېږي.

‎د دغو کار کوونکو د څرګندونو په اړه بیا د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې د دوی دا پرېکړه په اداري پروسېجر او قانون کې شته او په دې سره غواړي چې یاد وزارت کې اصلاحات رامنځته کړي.

ارزګان کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او ۳ ښځې یې ټپیانې کړي

د ارزګان ولایت روغتون

د ماین چاودنې په ارزګان ولایت کې یو ماشوم وژلی او درې ښځې یې ټپیانې کړي دي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن چهارشنبه (د سلواغې لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون د دې ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې شوې ده.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "ګېزاب لسوالۍ کې د ملکي وګړو په کورونو کې طالبانو ماینونه ښخ کړي وو چې له بده مرغه پر یوې کورنۍ د دوی په کور کې وچاودېد، یو ماشوم په کې ووژل شو او درې ښځې یې ټپیانې کړې."

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان ځواکوانو یادې ولسوالۍ کې په نوېو تصفیوي عملیاتو کې د طالبانو څخه ګڼې سیمې پاکې کړې او زیات شمېر کورنۍ خپلو کورونو ته راغلې.

د ارزګان والي وایي، لسګونه ماینونه یې شنډ کړي چې د ده په وینا د خلکو کورونو کې ځای پر ځای شوي وو.

کندهار کې د دهلې بند د رغنیزو چارو د پيلېدو هڅې روانې دي

د کندهار دهلې بند

د کندهار محلي چارواکي وايي د دهلې بند د استملاک چارې له بشپړېدو سره به د زرګونه کرنیزې ځمکو خړوبېدو ته زمینه برابره شي.

د دغه بند د استملاک چارې په دې وروستیو کې چټکې شوې او په ځینو ساحو کې د پرتو ستونزو پر حل بحثونه شوي دي.

د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل، په وروستیو تعقیبي غونډو کې پر همدې موضوع بحث شوی دی: "پر هغو مواردو بحث وشو چې د استملاک چارو د ټکنۍ کېدو سبب شوي وو. هڅه مو دا ده د افغانستان په کچه د دغې لویې پرمختیايي پروژې رغنیزې چارې ژر تر ژره پیل کړو چې د کندهار پر کرنه به د ۴۰۰ کلونو لپاره مستقیم اغېز ولري."

د دهلې بند د بیارغونې او احیا تفاهم‌لیک د ۱۳۹۷ل کال د لړم/ عقرب پر ۱۷مه په کابل کې لاسلیک شوی و او پلان دا و چې تېر کال دغه چارې په څلورو پړاوونو کې بشپړې شي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله دغه چارې بشپړې شوې نه‌دي.

د بند بیارغونې ته ۴۰۰ ملیونه امریکايي ډالره ځانګړي شوي وو چې د اسیا پراختیايي بانک‌یې د ورکړې ژمنه کړې وه.

دهلې بند د افغانستان په جنوب کې د اوبو دوهم لوی بند دی چې د کندهار ښار ترڅنګ د ۷ ولسوالیو ځمکې خړوبوي.

د بلخ والي: مزار شریف کې د تښتول شوي ماشوم په تړاو ۲۱ کسان نیول شوي

د بلخ والي فرهاد عظیمي

د بلخ والي وايي د یوه تښتول شوي ماشوم د موندنې د عملیاتو په لړ کې د یوې مشکوکې ښځې په ګډون ۲۱ کسان نیول شوي دي.

دغه ماشوم درې میاشتې مخکې په مزار شریف ښار کې وتښتول شو چې تر اوسه‌یې د موندلو لپاره هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې.

د بلخ والي فرهاد عظیمي پرون ازادي راډیو ته وویل: "دې قضیې زیات پرمختګ کړی، تر ۲۰ زیات کسان مخکې نیول شوي وو، یوه ښځه چې موږ ورباندې شکمن وو، په وروستیو ورځو کې نیول شوې ده. هیله‌من یو د هغې په مرسته د نورو تښتوونکو څرک ولګوو."

د تښتول شوي ماشوم عبدالرؤف پلار محمد نبي وايي، تښتوونکو ورڅخه د یو نیم ملیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

جمهوري ریاست تېره شنبه وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ چارواکو ته خبرداری ورکړی، که دغه ماشوم پیدا نه‌کړي، ټول به له دندو لیرې کړای شي.

د تښتونې د دې قضیې په تړاو د بلخ ترڅنګ په کابل کې هم ګڼو کسانو مظاهرې کړې دي.

چارواکي: ننګرهار کې هوايي بریدونو ۱۷ وسله‌وال طالبان ووژل

ارشیف، د افغان ځواکونو هوايي حمله

د ننګرهار والي ویاند وايي پرون مازیګر په سپین غر او سره رود ولسوالیو کې د دوو هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، په وژل شویو کې د دوی دوه قوماندانان هم شامل دي: "د دوو هوايي بریدونو په پایله کې د عبدالزاده مشهور په سنګري او برج په نومونو د دوی د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۷ وسله‌وال طالبان ووژل شول. د دوی وسلې او مهمات تخریب شوي دي."

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه‌ده کړې.

اتمر د اسلامي پراختیا بانک له مشر سره د پراختیایي پروژو پر تمویل خبرې وکړې

په سعودي عربستان کې د اسلامي پراختیا د بانک له مشر بندر حجار سره د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر لیدنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په سعودي عربستان کې د اسلامي پراختیا د بانک له مشر بندر حجار سره په افغانستان کې د پراختیایي پروژو پر تمویل خبرې وکړې.

محمد حنیف اتمر پرون په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته لاړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون ازادي راډیو ته وویل: "د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د افغانستان د سولې له پروسې د سعودي له ملاتړه قدرداني او د اقتصادي او تجارتي اړیکو پراختیا ده."

سعودي عربستان تر دې مخکې په وار وار د افغان دولت په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ څرګند کړی و.

د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي ته ورسېد

د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ښاغلی محمد حنيف اتمر د درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې نن ماسپيښين د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېد.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې بهیر په اړه د خبرو لپاره نن سې شنبه (د مرغومي ۳۰مه) د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته ورسېد.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې درې ورځني سفر هدف د دوه اړخیزو اړیکو لا پراختیا، د افغانستان د سولې بهیر څخه د ریاض د ملاتړ ستاینه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخوالی ښودل شوی دی.

د اعلامیې پر اساس تمه ده، ښاغلی اتمر په دې سفر کې له خپل سیال شهزاده فیصل بن فرحان ال سعودي او د هغه هېواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو مشرانو سره وګوري.

ارزګان کې چاودنې د یوه سیمه ییز خبریال په ګډون ۱۰ تنه ټپیان کړل

د ارزګان مرکز ترینکوټ کې چاودنې یو سیمه ییز خبریال هم ټپي کړی دی.

د یوه سیمه ییز خبریال په ګډون لس تنه نن سې شنبه (د مرغومي ۳۰مه) په ارزګان ولایت کې په یوې چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دا بم په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوی و چې نن غرمه په ترینکوټ ښار کې د پولیسو پر یوه موټر وچاودېد.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "لس کسان برسېرن ټپیان دي چې بېرته خپلو کورونو ته انتقال شول . دوه تنه پولیس او نور ملکي وګړي دي. په ملکیانو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده."

د سلام ارزګان راډیو مسول مدیر بریالي انصاري منلې چې د یادې راډیو یو خبریال په ټپیانو کې شامل دی.

د دې چاودنې مسولیت تراوسه چا نه دی اخستی.

په عین وخت کې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هم یوه موټر اور اخیستی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د ښاغلي فرامرز په خبره د دې اورلګېدنې دلیل تراوسه معلوم نه دی معلوم او په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.

په هرات کې د ځوانانو د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې

آرشیف

په هرات ولایت کې د ځوانانو د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې.

د هرات ولایت د ورزشي ادارې مسکلي او فني مدیر ضیاالحق ضیا نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه سیالۍ د څلورو غوره لوبډلو( سرخ پوشان، هرات سټار، اریا او درخشان) ترمنځ نن پیل او تر پنجشنبې به دوام وکړي.

د ښاغلي ضیا په خبره، لومړۍ لوبه د سرخ پوشانو او اریا لوبډلو ترمنځ وشوه، چې سرخ پوشانو لوبډلې خپل سیال ته ماتې ورکړه.

ښاغلي ضیا زیاته کړه، چې د دغو سیالیو هدف د هرات ولایت باسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره څېرو معرفي کول دي.

په نیمروز کې د فوټبال جام سیالۍ پای ته ورسېدې

آرشیف

نیمروز ولایت کې له (جګړې د پنا غوښتنې) ترعنوان لاندې د فوټبال جام سیالۍ د کاپیټان ۱۰ لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه سیالۍ شل ورځې وړاندې د نيمروز د بدني روزنې امریت او فوټبال فدارسیون استازولۍ له لوري په زرنج ښار کې د ۱۶ټیمونو ترمنځ پیل شوې وې.

ښاغلی مشعوف زیاتوي، د سیالۍ په وروستۍ لوبه کې د کاپیټان ۱۰ او ملي پاڅون پیوستون لوبډلو په خپلو کې سیالۍ وکړه، چې د کاپیټان ۱۰ لوبډلې مقابل لوري ته درې د یو پر وړاندې ماته ورکړه او د لوبو اتلوالي یې خپله کړه.

چارواکي: طالبانو په دایکندي کې د یوې مخابراتي شبکې پايه ویجاړه کړه

آرشیف

وسله والو طالبانو په دایکندي ولایت کې د یوې مخابراتي شبکې پايه ویجاړه کړه.

د دایکندي ولایت د مخابراتو او ټکنالوجۍ ریيس لطف الله شریعتي آزادي راډیو ته وویل، چې طالبانو تېره شپه دا پایه په کجران ولسوالۍ کې د یوه توغندي په ویشتلو ویجاړه کړه او یو ساتونکي یې هم ټپي کړ.

د ښاغلي شریعتي په خبره دا د سلام مخابراتي شبکې څلورمه پايه ده چې په دایکندي ولایت کې د روان کال په ترڅ د طالبانو له لوري ورانېږي.

"نږدې ١٠ میلیونه افغان ماشومان د کافي خوړو نشتوالي له خطر سره مخ دي"

آرشیف

سیف د چلډرن یا د ماشومانو د ملاتړ اداره وایې په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا لس میلیونه افغان ماشومان د کافي خوړو د نشتوالي له خطر سره مخامخ دي.

دغي ادارې نن په یوې اعلامیې کې ویلي، چې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانان چې ۹،۷ میلیونه یې ماشومان دي د خوراکي موادو په ګډون ژغورونکي ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه سازمان د روان میلادي کال لپاره د دغې اړتیا د پوره کېدو لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د ۳ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

په دې سازمان کې د افغانستان د برخې مشر کریستوفر نیاماندي ویلي، چې افغانستان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او د کرونا ویروس له بحران سره په یوه وخت مقابل دی نو له دې کبله د ده په خبره دا هېواد په ډېر بد وضعیت کې دی او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

سیف د چلډرن تېره میاشت هم په یو راپور کې ویلي و، چې څه باندي ۳۰۰ زره افغان ماشومان له سخت ژمې سره مخامخ دي او د اړینې مرستي د نه رسېدو له کبله یې د هغوی د مړینې او ناروغۍ د احتمال په اړه خبرې کړې وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG