د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

اتلانتیک: ټرمپ له ګډوډۍ ډک افغانستان "جو بایډن" ته پرېږدي


د عکس ښي لور ته ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته جوبایډڼ
د عکس ښي لور ته ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته جوبایډڼ
  • نیویارک ټایمز

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو د روانو خبرو په اړه لیکنه خپره کړې، چې په وروستیو کې یې د لانجمن کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم دواړه مذاکره کوونکو پر کړنلارې «په اصولو کې» موافقه کړې، خو ولسمشر محمد اشرف غني د دې کړنلارې له لاسلیکولو ډډه کړې ده.

افغان چارواکو ویلي، د اصلي مذاکرو د کړنلارې مقدمه نور بحث او وضاحت ته اړتیا لري، خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر تېره شنبه وویل، د مقدمې تر څنګ د کړنلارې پر ۲۱ مادو د دواړو مذاکره کوونکو له خوا موافقه شوې ده.

نیویارک ټایمز د درېیو افغان چارواکو چې له دغو مذاکرو خبر دي خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، ولسمشر غني لږ تر لږه یوه برخه جزییات مستثنی وګڼل او ټینګار یې وکړ، چې د دولت اړخ ته دې د اسلامي جمهوري دولت رسمي نوم وکارول شي.

ورځپاڼه اشاره کوي، چې دا مسئله مخکې هم پورته شوې وه، چې طالبانو پر اسلامي امارت خو حکومت پر جمهوريت ټینګار کاوه.

د ولسمشر غني دغو همکارانو د یکشنبې په ورځ په دې اړه ځینو نورو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا چې ایا روانې مذاکرې چې د سپټمبر له ۱۲مې روانې دي له کړکېچ سره مخامخ شوي که نه، امریکايي او غربي چارواکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په ښکاره ځواب نه دی ورکړی.

خو په قطر کې د دولت د مذاکره کوونکي هیئت یوې غړې فوزیې کوفي ازادۍ راډیو ته ویلي، مذاکرې له کړکېچ سره مخامخ شوي نه دي، بلکې نوي پړاو ته داخلې شوې دي.

  • اتلانتیک

د امریکا چاپ اتلانتیک خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې په دې عنوان لیکنه خپره کړې، چې ټرمپ له ګډوډۍ ډک افغانستان جو بایډن ته پرېږدي.

د خپرونې په لیکنه، له کله چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړه، تر اوسه نه پوهېده، چې ایا په افغانستان کې د امریکا جګړه روانه وساتي وساتي که نه؟

د خپرونې لیکوال زیاتوي، اوس چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر د جنورۍ تر نیمايي له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکمېږي، دا پرېکړه په افغانستان کې د دېره امریکايي پوځیانو ژوند له خطر سره مخامخوي.

د اتلانتیک په لیکنه، په افغانستان کې وضعیت له وړاندې هم بد و، خو دا پرېکړه به وضعیت لا پېچلی کړي او هغه هم داسې وخت چې مسوولیتونه منتخب ولسمشر جو بایډن ته سپارل کېږي.

د لیکوال په باور، کله چې ولسمشر ټرمپ له خپلو پوځي جنرالانو ستړی شو، د افغانستان د لانجې د حل کیلي یې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته وسپارله.

د مقالې په دوام راغلي، د واشنګټن او طالبانو له خوا د فبرورۍ پر ۲۹مه د موافقې له لاسلیک سره- سره وضعیت ښه شوی نه دی، طالبان هغو ژمنو ته چې په موافقه کې یې کړي اعتنا نه کوي، له القاعده شبکې سره یې اړیکې نه دي پرې کړي چې د هغې موافقې اصلي برخه هم ده او د لیکنې په حواله تر ټولو مهمه دا چې په افغانستان کې حملې زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG