د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

د سره صلیب نړیواله کمېټه: د افغانستان نیمایي وګړي له جګړو اغېزمن دي


هلمند کې د بمي چاودنې له امله روغتون ته وړل شوى ماشوم. ارشيف
هلمند کې د بمي چاودنې له امله روغتون ته وړل شوى ماشوم. ارشيف

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغانستان د ملکیانو لپاره ګواښوونکی هېواد دی.

د سره صلیب نړیواله کمېټه اندېښنه ښيي، چې د افغانستان نیمایي نفوس له جګړو اغېزمن دي.

دغه کمېټه وايي، چې ۱۷ میلیونه افغانان په هغو سیمو کې مېشت دي چې وسله والې نښتې په کې روانې دي.

دغه کمېټه افغانستان د ملکیانو لپاره د نړۍ ګواښونکی سیمه یادوي.

بلخوا د دغې کمېټې عمومي مشر رابرت ماردیني له بي بي سي سره په مرکه کې د سولې په خبرو کې د جګړې د کمېدو غوښتنه کړې ده.

هغه زياتوي: "نن په افغانستان کې د سولې بهیر روان دی، خو په ورته وخت کې موږ د جګړو د شدت شاهدان یو، د ډېرو ملکیانو د مرګ ژوبلې شاهدان یو، ډېری ټپیان هغو روغتونونو ته انتقالېږي چې حتا دوی ورته چمتوالی نه لري."

نوموړي دغه راز د بندیانو د تبادلې، د جګړو له امله د ټپیانو لپاره د اسانتیاوو د زمینې برابرولو او روغتیایي مرکزونو پر ساتنې ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت (یوناما) تېره اوونۍ په خپل یوه راپور کې ویلي، د روان ۲۰۲۰م کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ۲،۱۱۷ ملکیان وژل شوي او ۳،۷۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون او د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان هم په دغه هېواد د ملکیانو پر مرګ ژوبله اندېښنې ښودلي او ټينګار یې کړی د جګړې ښکېلې خواووې دې د جګړو پر مهال د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا د برخې مشرې پاتریشا ګاسمن ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې اړتیا ده چې د مذاکرو ښکېل اړخونه د ملکیانو خوندیتوب او د نامشروع حملو بندول، خپل لومړیتوب وټاکي.

پاتریشا ګاسمن
پاتریشا ګاسمن

که څه هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو خبرې د سپټمبر له ۱۲مې راهیسې روانې دي، خو تر دې دمه یې نه یوازې ښکاره پایله نه ده ورکړې بلکې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې ورسره جنګ جګړو نور هم زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG