د اکتوبر۲۷ مه د سمعي او بصري میراثونو د ساتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
ایا افغانستان دا میراثونه لري.؟
د افغانستان په څېر جنګ ځپلي هېواد کې د سلو کالو میراثونو د له منځه تللو اندېښنې لامل شوي چې مسوولین یې د ساتنې لپاره هڅې پراخې کړي.
په دې هېواد کې له څلورو لسیزو جګړو سره سره اوس هم د شاه امان الله خان د دورې لسګونه زره ساعته ثبت شوې غږیزې فیتې ساتل شوي دي.
د افغانستان د ښځینه سندرغاړې مېرمن پروین غږ د دې هېواد د سمعې میراثونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره شاوخوا ۷۰ کاله مخکې ثبت شوی دی.
خدیجه ضیایي د پروین په مستعار نوم په۱۳۳۰ لمریز کال کې د راډیو له تاسیس نه لس کاله وروسته، بوقره پر سر د کابل راډیو ستډیو ته لاړه او د «ګلفروش» سندره یې ثبت کړه.
په تېره یوه پېړۍ کې د پروین او ځینو نورو غږونه، د دیني او دودیزو بندیزونو، څلویښت کلنو جګړو او لږو امکاناتو سره سره، بیا هم خوندي پاتې شوي دي.
اوس د افغانستان په ملي راډیو کې۲۵۰۰۰ساعته سمعي غږیزې فیتې او ۱۵۰۰۰ساعته بصري فیتې د ملي راډیو ټلوېزون په ارشیف کې خوندي دي.
په دغو فیتو کې د محمد ظاهر له دورې نه تر اوسه، د شاهانو او جمهورو رییسانو ویناګانې، بیانیې، موسیقي، کنسرتونه او هنري او ادبي پروګرامونه ثبت دي.
په دغه ارشیف کې د طالبانو د دورې ډېر لږ سمعي او بصري مواد زېرمه شوي دي.
راډیو له لارې خپره شوې، د طالبانو یوازینۍ سمعي میراث دی چې د افغانستان د ملي راډیو په ارشیف کې ساتل شوی دی.
طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د تصویرونو له خپرېدوسره مخالف وو.
د افغانستان د ملي ټلوېزیون مرستیال عبدالغني مدقق وايي، د طالبانو یوه لنډه ویډیو چې د وخت د کورنیو چارو په وزارت کې ثبت شوې اوس هم شته.
د ده په خبره دغه ویډیو له لږ څه لیرې واټن نه اخیستل شوې او طالبانو اجازه نه ده ورکړې چې پروګرام یې له نږدې ثبت شي.
د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون مرستیال عبدالغني مدقق وايي، هغه مهال په طالبانو کې داسې کسان وو چې غوښتل یې د ملي راډیو ټلوېزیون ارشیف وسوځي خو داسې کسان هم وو چې غوښتل یې دغه ارشیف وساتل شي.
ښاغلي مدقق زیاته کړه: "د طالبانو د دورې د ملي راډیو ټلوېزیون رییس ملا اسحق نظامي، امیرخان متقي او ذبیح الله امانیار چې د ارشیف مدیر و، ملارباني ته چې د صدراعظم حیثیت یې درلود، ورغلل او ورته یې وویل چې دغه ارشیف د افغانستان تاریخ دی او باید وساتل شي، همدا وه چې ارشیف خوندي شو."
له دې سره سره طالبانو د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې د ملي راډیو ټلوېزیون د ارشیف ځینې مواد چې هندي او عربي موسیقي په کې شامله وه، د څرخي پله په پلیګون کې وسوځول.
د افغانستان پر ملي راډیو ټلوېزیون سربېره، دافغان فلم دولتي اداره هم په خپل ارشیف کې د سلګونو ساعتونو سمعي او بصري فیتې لري.
په دغه ارشیف کې دامان الله خان له دورې تراوسه پورې هنري فلمونه او بیانیې خوندي دي، خو د طالبانو د دورې په کې هیڅ میراث ثبت نه دی.
د افغان فلم رییسه صحراکریمي وايي، د افغان فلم په ارشیف کې د طالبانو د دورې څه نه دي پاتې.
هغه زیاتوي: "زما په نظر دا د خواشينۍ ځای دی چې له طالبانو څه نه لرو."
مېرمن کریمې وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال کلکه هڅه وکړه چې د افغان فلم ارشیف وسوځوي، خو ونه توانېدل.
د دې په خبره دغه میراثونه د یوې معجزې په ډول خوندي پاتې شوي دي.
کریمي وویل: "په هغه وخت کې دافغان فلم باغوانانو او یو شمېر کارکوونکو د ارشیف کسټونه او فیتې په یوه دېوال کې دننه پټې او بیا یې دېوال رنګ کړ چې طالبان پرې ونه پوهېږي خو له دې سره سره طالبانو د امریکايي فلمونو یو شمېر کسټونه وسوځول."
خو اوس د ملي راډیو ټلوېزیون او افغان فلم د سمعې او بصری میراثونو ډېره برخه ډیجیټل شوې ده.
د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون توانېدلی چې ټول ارشیف یوه «سرور» ته ولېږدوي.
سره له دې چې د افغان فلم ارشیف ارګ ته لېږدول شوی خو صحرا کریمي وايي، د دغه ارشیف د ډیجټیل کولو بهیر لا بشپړ شوی نه دی.
د افغان فلم او ملي راډیو ټلوېزیون مسوولین وايي، هڅې روانې دي چې د دغه ارشیف یوه نسخه په یو دویم ځای کې هم زېرمه شي.
د سمعې او بصري میراثونو ساتنه یوازې د مسوولو ادارو اندېښنه نه ده پارولې بلکې دغه اندېښنه نړیواله هم ده.
د ملګرو ملتو د علمي او فرهنګي سازمان یونیسکو د اکتوبر۲۷ مه د سمعي او بصري میراثونو د خوندیتوب د ورځې په نوم نومولې ده.
د دغې نومونې هدف د یادو میراثونو په اړه عامه پوهاوی د دوی ساتنه او د ساتونکو موسسو ملاتړ او دودول دي.
یونسکو دولتونه هڅولي چې سمعې او بصري اسناد ډیجټلي کړي چې ښه وساتل شي.