د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

چارواکي: د موسیقۍ "دوتار" اله د افغانستان کلتوري میراث دی


ارشیف
ارشیف

ایران تازه د ملګرو ملتونو سازمان د کلتوري میراثونو څانګې یونسکو کې د موسیقۍ اله دوتار د خپل هېواد د کلتوري میراث په نوم ثبت کړی خو افغانستان ادعا لري، چې د دغه ساز مبدا افغانستان دی.

افغانستان د څو زرکلنې لرغوني تاریخې مخینې په درلودلو سره زیات کلتوري میراثونه لري، چې یوشمېر یې له منځه تللي او ځینې نور یې هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلومات پر بنسټ دغه هېواد له پنځه زره زیات ملموس او غیر ملموس کلتوري میراثونه لري، چې لرغونې سیمې، تاریخي بناوې او بېلا بېلو دودونه ورکې شامل دي.

د دغه وزارت مسولین وايي، چې تراسه توانېدلي چې ۱۷۷۷ کلتوري میراثونه ثبت کړي او له ډلې یې له ۸۰۰ زیات میراثونه لوحه ګذاري شوي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال رسول باوري ازادي راډیو ته وویل، تراوسه افغانستان توانېدلی، چې یوازې د غور د جام منار د کلتوري میراث او د بامیانو ولایت د کلتوري حوزې په توګه د یونسکو له نړیوال سازمان سره ثبت کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال رسول باوري
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال رسول باوري

د ښاغلي باوري په خبره دوه نور کلتوري میراثونه چې یو اتڼ ګډا او بله هم اوزلوبه ده مستند شوې څو د افغانستان د غیر ملموسو کلتوري میراثونو په توګه ثبت شي.

هغه زیاته کړه: "مونږ دوه نور اثره کاندید کړي او اسناد مو ورته لېږلي، تمه لرو چې د راتلونکي کال په جلسه کې دغه مطرح شي چې یو ملي اتڼ او بله هم بزکشي یا اوزلوبه ده."

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال په یونسکو کې د ایران د فرهنګي میراث په نوم د دوتار موسیقۍ الې د ثبت په اړه وايي، دوی په دې اړه نوموړي سازمان ته لیک استولی او له یونسکو یې غوښتي چې افغانستان د دغه ساز د مبدا په صفت وپيژني.

دا د موسیقۍ اله په دې ورستیو کې ایران په یونسکو کې په خپل نوم ثبت کړې ده.

ښاغلی باوري زیاتوي چې شاه خوا ۱۶ نور فرهنګي میراثونه هم مستند او دې ته چمتو شوي چې په یونسکو سازمان کې ثبت ته نوماند شي.

نوموړی د کاریزونو د اوبو د ویش سیستم هم د کلتوري میراث په صفت یادوي او وايي، چې دغه کلتوري میراث د یونسکو او جاپان په همکارۍ په دغه سازمان کې د ثبت په هدف مستند شوی.

خو اوس پوښتنه داده چې په یونسکو سازمان کې د کلتوري میراثونو د ثبت معیار څه دی؟

د دغه سازمان د معیارونو له مخې، یو کلتوري میراث باید د انساني نبوغ او شاهکار ښکارندوی وي او یا په ځانګړي زمان او مکان کې کې د بشري ارزښتونو تبادلې په ګوته کړي، دا میراثونو کې ملموس او غیر ملموس فرهنګي میراثونه شامل دي.

د اندېشه څېړنیز بنسټ موسسې رئیس حسین حیدربیګي ازادي رادیو ته وویل چې افغانستان زیات کلتوري میراثونه لري چې باید په یونسکو سازمان کې ثبت شي خو دولت زیات په روانه جګړه کې ښکېل دی او کلتوري میراثونه ته کم پام شوی دی.

ښاغلي حیدربیګي د هرات د تیموریانو لرغونې تاریخي بناوې، په غزني کې د غزنویانو د دورې لرغونو بناو او په بامیان، کاپیسا، کابل او بلخ ولایتونو کې لرغونو اثارو ته په اشارې سره وايي، چې دغه لرغوني اثار د حکومت د نه پاملرنې له امله د لمنځه تلو په حال کې دي.

هغه وايي: "د لرغونو اثارو د ثبت او ساتني په برخه کې زیاتې ستونزې لیدل کېږي، تمه لرو، چې په لومړي قدم کې امنیت ټینګ شي د اثارو د غیر قانوني کندنې او غلا مخه دې ونیول شي او له دې وروسته دې د کلتوري میراثونه د ثبت اداره خپل فعالیت ښه کړي، له یونسکو سازمان سره دې بحث وکړي، زموږ ډېری اثار دې ډول کارونو ته اړتیا لري."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، د نوروز دودیزه مېله، د مولانا جلال الدین بلخي مثنوي معنوي هم باید د سیمې د کلتوري میراثقونو په توګه ثبت شي، چې مبدا یې نننی افغانستان دی، او یونسکو باید دا موضوع په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG