د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

ارزګان، روزګان يا اروزګان؟ او هم‌یې د تاریخ ننداره


ارزګان چې د روزګان يا اروزګان په ويونو هم نومول شوی او ياد شوی.

ارزګان د افغانستان له ٣٤ ولايتونو څخه يو ولايت دی چې په مرکزي افغانستان کې او بیا سهیل کې پروت دی.

ارزګان ولایت چې په روزګان یا اروزګان هم یادېږي د افغانستان په سهیل کې پروت هغه لرغونی او غرنی ولایت دی چې د تاریخي لرغونتیا سربېره‌یې فرهنګي ابدې د یادولو وړ دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور د فرهنګ معین پوهاند محمد رسول باوري په خپل کتاب «روزګان» کې لیکي چې د ارزګان ولايت نوم د اعلی حکمرانی له مهاله پاتې دی، د اعلی حکمرانی لومړنی مرکز اوسنی خاص روزګان ولسوالۍ وه.

پوهاند محمد رسول باوري
پوهاند محمد رسول باوري

په افغانستان کې د ١٣٤٢ هجري لمريز کال د اداري وېش له مخې د ارزګان اعلی حکمرانۍ ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه حکمرانۍ يې د يو شمېر نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يو شمېر نورو د لیرې کولو تر څنګ ترینکوټ هم د ارزګان ولايت د مرکز په توګه ياد کړ.

تر هغې پرېکړې يو کال وروسته په ۱۳۴۳ هجري لمریز کال کې د ولايت چارې په ترينکوټ کې پيل شوې او دا ځای د ولایت د مرکز په توګه وټاکل شو، په دې ډول اداري چارواکو د ولايت نوم ارزګان او د پخواني اعلی حکمرانۍ مرکز يې د خاص ارزګان په ونوموۍ چې تر اوسه هم په اداري چارو کې مراعات او کارول کېږي، په داسې حال کې چې د ارزګان د نوم سره د خاص کلمه نښلول او يوځای کول بل هدف نه‌لري، د خاص کلمه يوازې د ولايت د نوم او د هغه اداري واحد ترمنځ د بېلتون او تفکیک په نيت معمول وګرځول شو.

ارزګان پخوا د اراکوزيا لرغونې سيمې پورې تړاو درلود، له ميلاده د مقدونيې سکندر له‌خوا کنټرولېده، د وخت په تېرېدو سره اشوکا هم پرې واکمني کړې ده.

په ٧مه پېړۍ کې کله چې عرب افغانستان ته د اسلام د خپرېدو او دعوت په هدف راغلل، نو لومړى د زمبليانو او صفاريانو له‌خوا کنټرولېده، بيا په ٩مه پېړۍ کې غزنويانو، غوريانو او منګوليانو هم پرې واکمنۍ کړې دي.

په ۱۷مه پېړۍ کې یې په کندهار او شااوخوا سيمو کې واکمني پيل کړه، کله چې احمدشاه دُراني په افغانستان کې واکمني پيل کړه، نو ارزګان لومړۍ سيمه وه چې د هغه د امپراطورۍ په ساحه کې ورګډ کړاى شوه.

پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال ارزګان ولايت د لويو جګړو شاهد و، هغه مهال په‌دې سيمه کې د مجاهدينو مشري د جان محمد خان پر غاړه وه.

په ١٩٩٤ میلادي کال کې دغه ولايت د طالبانو له‌خوا ونيول شو، خو په ٢٠۰١ زېږديز کال کې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګېدو په وروستيو کې ولسمشر حامد کرزى له خپلو پلويانو سره دې ولايت ته راغلى او له دې ځايه بيا د یو شمېر جهادي او قومي مشرانو په ملتیا کابل ته راروان شو.

  • کلتور

د ارزګان ډېری اوسېدونکي اوس هم د پخواني پېر خلکو دود او کلتور لري، په ځانګړې توګه د لباس او لنګوټې (پګړۍ) تړلو دود یې ډېر ټینګ ساتلی دی چې اوس هم په خورا ویاړ دا ډول دود او کلتور مخته وړي.

  • تاریخي سیمې او ځایونه

دا چې ارزګان اوس‌مهال کلابند دی او له تاریخي سیمو یې تصویر اخیستنه ناشونی کار دی، نو دغه راپور کې تر ډېرو هڅو او کوښښنو وروسته یوازې د څو نامتو تاریخي سیمو او ابداتو انځورونه لاسته راغلي.

په ارزګان ولايت کې د تاريخي څېړنو او لرغونو پلټنو اړتيا د ارزګان ولايت په مرکز او هره ولسوالۍ کې د تاريخي ودانيو داسې نېښانې او بېلګې شته چې هره برخه‌يې د څېړنو او پلټنو لپاره د ځانګړو پوهنيزو پروژو په توګه د څېړلو او پلټلو ارزښت لري.

له بده‌مرغه تر اوسه ارزګان ولايت ته د تاريخي څېړنو او لرغونو پلټنو له اړخه هېڅ پام نه‌دی شوی.

د ارزګان ولايت جغرافيايي موقعيت د شک پرته دا څرګندوي چې په تېرو زمانو کې يې د سياسي، اقتصادي او نظامي پلوه ځانګړی دريځ درلودلی او ساتلی دی.

د دې وينا سپيناوی د هغو څېړنو له برکته په خورا څرګنده بڼه کېدلای شي چې د دې ولايت سره د څنګ ګاونډيو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي دي.

د ارزګان ډېری تاریخي سیمې پخواني د جګړې لوی مرکزونه او سنګرونه دي.

د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو او کلتوري برخي امر غلام نبي الفت وايي، دغه ولایت کې د پخواني پېر تر ۲۰۰ پورې بېلابېل ډوله تاریخي ځایونه شته دي او دوی راجستر کړي چې له ډلې یې یو هم دهرواد ولسوالۍ کې د سلیمان تخت بابا غر، کافر کلا، کلا مرچه، شاهدر بابا او داسې نور چې نوموړی یې اهمیت زیات، خو ورته پاملرنه لږه شوې ده.

  • د سلیمان تخت

سلیمان تخت د دهراود په ولسوالۍ کې تورېستي سیمه ده، د سلیمان تخت غر د مرکز ترینکوټ او دهراود لويې لارې تر څنګ پروت دی.

سلیمان تخت غر د دهراود ولسوالۍ جنوب لورته پروت دی، دا غر د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ شمال لوري ته هم سرحد لري.

دغه غره ته ځکه د سلیمان تخت غر وایي چې دلته د دې غره په سر کې د سلیمان پیغمبر تخت کېنول شوی دی، په کوم ځای کې چې د سلیمان پیغمبر تخت ایښودل شوی هغه ځای یو پراخه میداني لري هلته یو زیارت جوړ شوی دی او د غره په لمنه یا لاندنۍ برخه کې د کټه سر بابا په نوم زیارت هم شته چې هلته خلک د ځینو امراضو د علاج او همداراز د مېلې کولو په خاطر ورځي.

د دې غره لمن یو ځنګله ته ورته دره یا باغ لري چې هلته د بادام ونې زیاتې دي او نورې ونې هم شته، دا غر ډېرې ښې اوبه لري، هلته دوه د اوبو چینې شته، یوه د غره په نیمایي برخه کې ده چې اوس‌یې اوبه وچې شوي، خو دوهمه چینه چې د غره لمنه کې پرته ده اوس هم رڼې اوبه لري چې دا اوبه شااوخوا تر ۲۵ جریبه پورې ځمکې خړبولای شي.

دهرواد ولسوالۍ کې هر کال د سلیمان تخت په نوم کلنۍ مشاعره هم جوړېږي.

  • کافر کلا

کافر کلا د ارزګان ولایت د مهراباد په سیمه کې د ترینکوټ د سیند غاړې ته نږدې موقیعیت لري چې د دې لرغونې کلا څنګ ته د خاص ارزګان ولسوالۍ لویه لار هم غځېدلې ده.

دا کلا پخوانی تاریخ لري، دغه کلا کې د بهرنیو هېوادونو نظامي پوځونه اوسېدل، دا لرغونې کلا د یو لوړې غونډۍ پر سر ده چې غره ته ورته ده، د ډبرو دېوالونه د یو او بل سره تړلي او د ډبرینو برجونو ځیني اثار اوس هم په‌کې لیدل کېږي.

دغه کلا په سر کې ځیني سر پټي اطاقونه هم لري، د کلا له سره یو تونل هم شته چې د کلا د سر څخه بیا د ترینکوټ تر سیند پورې غځېدلی چې اوږدوالی یې تر ۷۰۰ مترو پورې رسېږي.

د دې تونل څخه بهرنیانو د اوبو اکمالات کول او تونل په پخه خښته جوړ شوی دی.

دې کلا ته ځکه کافر کلا وايي چې دلته بهرنیان یا کافران اوسېدل.

  • کلا مورچه

کلا مورچه ترکیبي نوم دی چې کلا د "لوی کور او پراخې حویلۍ" په معنی او مورچه بیا د پښتو ژبي "مورچل" ته نږدې کلمه ده چې د عسکرکوټ یا یوه دفاعي سنګر معنی ورکوي.

هلته د جوړو شویو مورچلو دېوالونه د پخو خټو څخه جوړ شوي دي "د کورونو لپاره د خټو زیات اړول او را اړول او تر پښو لاندې ویلي کول او ګډول داسې حالت ته رسېږي چې په موقع کارولو وروسته‌يې مقاومت ډېر زیات وي، د دې خټو سره ځيني نور مواد لکه وچ پروړ او نور مواد هم ګډ شوي چې ورته پخې خټې وايي."

الفت وايي، د تېرو څو لسیزو جګړو له امله دغو تاریځي ابداتو ته ځانګړې پاملرنه نه‌ده شوې، خو وايي دا د ټولو دنده چې د تاریخي او کلتوري ابداتو ساتنه کې مرسته وکړي.

الفت زیاتوي:

"موږ دغه موضوع تر خپلو لوړپوړو چارواکو رسولې ده چې زموږ تاریخي اثار د له‌منځه تلو په حال کې دي، نو تاسو موږ ته بودجه راکړئ، هغوی راته وویل که دغه اثار په امن سیمو کې وي او تاسو يې تر رغولو وروسته ساتنه کولای شئ، نو موږ به تاسو ته بودجه درکړو او که امن سیمو کې نه‌وي، هغه موږ نه‌رغوو."

نه‌یوازې کلتوري او تاریخي ابدات ارزګان کې شته، بلکې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سرو زرو تر څنګ د مالګې او ګچو کانونه هم شته چې که پاملرنه ورته وشي او لاسرسی ورته اسان شي، نو دا ولایت به پرې ښه غني شي.

د دغه ولایت د کلتور برخه کې ښاغلی الفت وايي چې ارزګانیان تر ډېره خپل پخوانی کلتور پالي او دوی هم هڅه کړې هغه کلتورونه راژوندي کړي چې له اقتصادي اړخه ګټور او په‌کې د خلکو خوښي زیاتې وې.

دغه ولایت کې هر کال ژمی خلک پسونه حلالوي او غوښې وچوي چې دا وچې شوې غوښې بیا د پسرلي موسم تر راتګ پورې استفاده کوي؛ دا نو بیا یو هغه پخوانی کلتور دی چې دغلته‌یې خلک تر سره کوي.

  • دا چې ولې ارزګان کې تاریخي سیمو او ابداتو ته پاملرنه نه‌ده شوې؟

په دې اړوند د کلتور برخې مسؤل ښاغلی الفت وايي چې څو ځلې یې له خپل اړوند وزارت سره دا ستونزې شریکې کړي، خو ګټه‌یې نه‌ده کړې ځکه دغه ولایت کې تاریخي سیمې داسې نا امنو سیمو کې دي چې که ورغول هم شي، خو د ویجاړېدو وېره‌‌یې بیا زیاته ده.

دغه ولایت کې لیکوالان، پیاوړي شاعران، نقاشان او نور فني شخصیتونه شته دي چې هغوی ته د نه‌پاملرنې له امله‌یې هر څه په خپل ځای پاتې دي او لیکنې، شاعري او نقاشي یې خاورو لاندې کړې دي.

مدني فعال احمد جاوید خپلواک بیا وايي، د اوسني واکمن نظام په ګډون نورو حکومتونو هم د ارزګان تاریخي ځایونو او مهمو او ارزښتناکه کانونو ته پام نه‌دی کړی چې اوس هم د دې ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یو ډول ښکلي تراش شوي ډبرې او سره زر د پاکستاني انجنیرانو له‌خوا په خپل سر کښل کېږي او وړل کېږي چې دې برخې ته دې دولت خاصه پاملرنه وکړي.

خپلواک زیاتوي چې په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د وخت حکمرانانو یو کلا جوړه کړې چې ورته فولادي کلا ویل کېږي او خټې یې په شیدو لمدې شوي او بیا پرې دا کلا جوړه شوې چې حکومت‌یې په اړه معلومات نه‌لري.

مدني فعال احمد جاوید خپلواک
مدني فعال احمد جاوید خپلواک

خپلواک وايي:

"په خاص ارزګان ولسوالۍ کې زموږ معدنیات وسله‌والو طالبانو پر پاکستانیانو پلوري او بل په غزني ولسوالۍ کې موږ تاریخي کلا لرو چې لوړ تاریخ لري چې د فولادو په نوم یادېږي، خو زموږ دولتي چارواکي سر نه‌ګرځوي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ارزګان اوسېدونکو د کلتور په اړوند ښاغلی خپلواک وايي چې د دې ولایت اوسېدونکو لا تر اوسه خپل هغه پخوانی کلتور ساتلی دی.

د پخواني دود او کلتور ساتل تر اوسنیو هغو د اقتصاد له نظره ښه یادېږي ځکه هغه لګښتونه چې پخوا به خلکو د ودونو او نورو خوښیو پر مهال کول تر اوسنیو لګښتونو خورا لږ او کم وو.

د خپلواک په خبره د پخوانیو دودونو راژوندي کول مو له فقر او بې‌وزلۍ ژغوري او تر څنګ‌یې د کلتور ژغورنې یوه هڅه ده.

دی وايي:

"که موږ هغه پخواني کلتور یو ځل بیا راژوندي کړو، نو ښځې به مو هم پر کورونو نه‌زړېږي او ځوانان به مو هم بهر ملکونو ته نه‌ځي، نور پخوانی کلتور زموږ د ټولنې په ګټه دی."

یو بل ارزګانی فعال ځوان دغه ولایت کې تاریخي ابداتو ته په اشارې سره وايي چې دغه ولایت کې خورا پخواني او ارزښت لرونکې سیمې شته چې که پاملرنه ورته وشي، نو ډېر شمېر سیلانیان به ورته راشي چې عایدات به‌یې ښه وي.

توریالی سهیم وايي، وروستیو څو لسیزو کې جګړو تاریخي سیمې او ابدات زیانمن کړي چې حکومتي مسؤلین دې ورته پاملرنه وکړي.

توریالی سهیم
توریالی سهیم

سهیم زیاتوي:

"په ارزګان ولایت کې روانو جګړو زموږ زیاتره تاریخي اثار له‌منځه وړي، زما له وسله‌والو طالبانو او افغان دولت څخه غوښتنه دا ده چې د جګړې پر مهال دې تاریخي اثارو ته زیاته پاملرنه وکړي."

د ولایت مقام مني چې تېرو لسیزو کې د دغه ولایت تاریخي او کلتوري ابداتو ته پام نه‌دی شوی چې لوی لامل‌یې کورنۍ جګړې دي.

د ارزګان د والي مرستیال عطاء الله فضلي وايي، دغه ولایت کې د عامه پوهاوي نشتوالی او د تاریخي ځایونو په اړوند د دې ولایت د اوسېدونکو ناخبري دوه هغه لوی لاملونه دي چې دغلته شتون لري.

عطاء الله فضلي
عطاء الله فضلي

فضلي وايي:

"روانو جګړو کې زموږ زیات شمېر تاریخي اثار له‌منځه تللي، خو زموږ ټول اثار د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي، نو موږ نه‌شو کولای چې ويې رغوو او طالبان موږ ته اجازه نه‌راکوي چې موږ يې ورغوو."

د والي ویاند وايي، تېرو څو لسیزو کې دغه ولایت ته داسې لرغون پوهان او د تاریخي ابداتو پېژندونکي نه‌دي راغلي چې دغلته دې تاریخي سیمې په نښه د پېژندلو لپاره دې یې کار وشي.

نوموړی وايي، هڅې روانې دي چې د امنیتي ساحې له پراخېدو سره تاریخي ابداتو او سیمو ته کار وشي او د بیارغونې او ساتنې برخه‌یې پیاوړې شي.

هیلې شته چې د امنیتي ساحې له پراخېدو سره به له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه ارزګان ته د تاریخي سیمو او ابداتو د څېړنې برخې ته لرغون‌پوهان ته راوستل شي تر څو دغلته د شته تاریخي سیمو او ابداتو د ارزښت او تاریخي قدامت په اړوند څېړنې وشي.

د والي ویاند زیاته کړه:

"موږ په راتلونکي کال کې پلان لرو چې سیمې له وسله‌والو طالبانو څخه سیمې پاکې کړو او وروسته دغه تاریخي سیمې ورغوو، خو زما غوښتنه له خلکو څخه دا ده چې د خلکو اثارو ساتنه وکړي."

په ټوله کې د ارزګان په اړه د هغه د نوم مسئله پېچلې او حل‌یې لا تر اوسه نه‌دی معلوم.

په رسمیاتو کې ارزګان لیکل کېږي او دا نوم‌یې رسمي شوی؛ خو ډېری کسان‌یې په اروزګان، اوروزګان او تر ټولو زیات‌یې بیا روزګان لیکي چې د ډېری لیکوالانو د څېړنو پایله روزګان‌یې اصلي نوم بلل شوی او څو پېره مخکې په همدې نوم په بېلابېلو لیکنو او کتابونو کې ثبت شوی دی.

دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:38 0:00
مستقیم لېنک

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG