د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

غني وايي، د افغانستان د لرغون پېژندنې نقشه څېړنې او ارزونې ته اړتیا لري


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان له پخوا نه د فرهنګي نوښتونو او تمدن مرکز پاتې شوی چې د تاریخي استناد لپاره يې د علامه احمد کهزاد اثار او څېړنې ډېر لوړ اررښت لري.

ولسمشر غني چې د يکشنبې په ورځ يې په ارګ کې د افغانستان د تاریخ لیکونکي او لرغون‎پوه احمد علي کهزاد علمي او څېړنیز سیمینار ته وینا کوله وویل چې د مرحوم کهزاد له مړینې وروسته د لرغون پېژندنې علم زیات بدلون موندلی او اړتیا ده چې د افغانستان د لرغون پېژندنې نقشه له سره وڅېړل شي.

ښاغلي غني وویل، مرحوم کهزاد يو ملي متفکر و او د افغانستان د ملي هویت ټول اړخونه يې په‎خپلو اثارو کې په ښه توګه څېړلي او ولس ته یې وړاندې کړي دي.

ښاغلي غني وویل:

"زما له نظره بهترینه کلمه چې ده ته باید وکارول شي هغه د ملي متفکر کلمه ده او دا ځکه چې ده زموږ د ملي هویت ټول اړخونه وڅېړل او زموږ څو زره کلن دروند تاریخ ته یې مشخصات ورکړل."

د ولسمشر په خبره، له کهزاده وړاندې د افغانستان لرغونی تاریخ افسانه و، خو له کهزاده وروسته د تحقیق او څېړنې استناد دی.

ښاغلي غني وویل، د مرحوم کهزاد هغه فرضیه چې په اغلب ګومان د نظام او دولت جوړونې لومړنۍ زانګو ده، که ثابته شي نو د نړۍ ټول تاریخ او لرغون پوهنې ته به بدلون ورکړي.

ښاغلي غني دا هم وویل، په هېواد کې د لرغون پوهنې د نقشې د اساسي بدلون لپاره په کار ده چې له علمي مراجعو يو پلاوی وټاکل شي او د لرغون پېژندنې کومه نقشه چې جوړه شوې په هغې تحقیق وکړي.

ولسمشر غني د افغانستان له علومو له اکاډمی وغوښتل چې د احمدعلي کهزاد ټول اثار یا چاپ او یا هم په ډیجیټل بڼه خپاره کړي چې ځوان نسل ترې استفاده وکړي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان څېړونکي او تاریخ لیکونکي بیا د علامه احمد علي کهزاد اثار او کارونه د هېواد د تاریخي میراثونو او لرغوني تاریخ د سپیناوي په برخه کې ډېر اغېزمن او له اهمیته ډک ګڼي.

له دې ډلې اکاډیمسن سلیمان لایق وايي:

"د کهزاد څېړنې او علمي کار د اریانا او تاریخي خراسان په دننه کې د اوسني افغانستان ټوله خاوره او جغرافیوي هستي په ځان کې رانغاړي او د هغو تاریخي تېروتنو، غلاوو او تالاګانو سپیناوی کوي چې د ځېنو ګاونډیانو له‎خوا زموږ پر تاریخ او ملي ویاړونو تحمیل شوي دي."

د افغانستان نوم‎وتی تاریخ‌ لیکونکی او لرغون‌ پوه محمد علي کهزاد په ۱۲۸۷ لمریز کال کې وزیږېد او په ۱۳۶۲ کال کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړي له ځانه یو شمېر تاریخي اثار لکه د افغانستان تاریخ، د کابل بالاحصار، افغانستان د تاریخ په رڼا کې، لښکرګاه، افغانستان په شاهنامه کې، غرغښت، د بامیان لارښود او نور چې په مختلفو ژبو ژباړل شوي، پر ځای پریښودل.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG