د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

امریکا له روسیې سره د اټومي وسلو کنټرول په اړه خبرو ته چمتوالی وښود


روسیې د امریکا د دې وړاندیز ملاتړ کړی چې د اټومي سروکو ټولې وسلې به کنګل کړي که واشنګټن هم ورته کار وکړي. 
روسیې د امریکا د دې وړاندیز ملاتړ کړی چې د اټومي سروکو ټولې وسلې به کنګل کړي که واشنګټن هم ورته کار وکړي. 

د امریکا متحده ایالات وایي، چمتو دي چې له روسیې سره د اټومي وسلو د کنټرول د تړون د غځېدو په اړه سمدستي خبرې وکړې.

د امریکا متحده ایالات وایي، وروسته له هغې چې روسیې یې د نوي وړاندیز ملاتړ وکړ، چمتو دي چې سمدستي له دې هېواد سره د هغې موافقې پر وروستي کولو خبرې وکړي چې له مخې یې د دوی ترمنځ د نیوسټارټ په نوم تړون د یوه کال په مخه غځول کېږي.

روسیې د امریکا د دې وړاندیز ملاتړ کړی چې د اټومي سروکو ټولې وسلې به کنګل کړي که واشنګټن هم ورته کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون سې شنبې په یوه لنډ بیان کې وویل، د روسیې دغه لېوالتیا چې د اټومي وسلو د کنټرول لپاره یې ښکاره کړې، ستایي.

هغې زیاته کړه، متحده ایالات چمتو دي چې سمدستي په دې اړه له روسیې سره خبرې وکړي اویوه موافقه وروستۍکړي.

مورګان اورتاګوس
مورګان اورتاګوس

اورتاګوس دغه راز وویل، تمه کوي چې روسیه هم ژر چمتووالی ښکاره کړي او ډیپلوماتان دې کار ته وګماري.

پرون تر دې څو ساعته مخکې روسیې د دغه تړون چې د راتلونکي کال په فبرورۍ کې یې د اعتبار موده پای ته رسېږي، د یوه کال په مخه د غځېدو وړاندیز کړې و.

روسیې ویلي، دې ته چمتو ده چې له متحدو ایالتونو سره په ګډه د هغه شمېر اټومي سروکو د کنګل کولو لپاره سیاسي ژمنه وکړي چې دواړه لوري یي لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپاره کړي بیان کې ټینګار کړی چې د دغو وسلو کنګل کول ځکه غځوي چې دواړه لوري وخت ولري، د اټومي وسلو د یوه هر اړخیز تړون په اړه خبرې وکړي او د داسې یوه تړون امکان هم شته که واشنګټن نورې غوښتنې مطرح نه کړي.

داسې ښکاري چې د روسیې دغه وړاندیز د نیوسټارټ په نوم تړون د برخلیک په اړه هغه فاصله چې د دواړو لورو ترمنځ ایجاد شوې وه، لنډوي.

واشنګټن تېره اونۍ د روسیې وړاندیز چې له قید او شرط پرته یې دغه تړون د یوه کال په مخه غځاوه، رد کړی و.

د نیو سټارټ په نوم تړون چې د امریکا او روسیې ترمنځ د سټراټیژیکو وسلو د کمولو یو مهم او وروستی تړون دی، د هر یوه هېواد لیرې واټن ویشتونکي اټومي سروکي په ۱۵۵۰ پوري محدودي.

واشنګټن چې د اټومي وسلو د کنټرول په برخه کې له نورو تړونونو وتلی، مسکو یې له هغو څخه په سرغړونه تورن کړی او داسې احساس کوي چې له دغو تړونونو ډېره ګټه روسیه پورته کوي نه امریکا.

واشنګټن دغه راز پرپېکېنګ هم غږ کړی چې له دوی سره یوځای شي چې د نیوسټارټ پر ځای یو بل بدیل تړون ومومي.

خو چین چې د روسیې او متحدو ایالتونو په نسبټ ډېرې کمې اټومي وسلې لري، دغه وړاندیز رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG