د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

ټرمپ: امریکا به د اټمي وسلو لرونکو هېوادونو سر لاری کړم


د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ویلي غواړي امریکا د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو سرلاری کړي.

ټرمپ د امریکا متحده ایالتونو او روسیې تر منځ د ۲۰۱۱ کال د اټمي وسلو د محدودول تړون یو اړخیز او "بد" بللی دی.

هغه پرون رویټرز اژانس ته په یوه ځانګړې مرکه کې د پنجشنبې په ورځ ویلي ښه به وه چې هېڅ هېواد دا وسله نه لرلای خو که یې ولري امریکا به د لېست په سر کې وي.

ټرمپ: ښه به وو چې نورو هېوادنو دا وسله نه لرلای.
ټرمپ: ښه به وو چې نورو هېوادنو دا وسله نه لرلای.

نوموړي زیاته کړه:

"دا به ډېره عالي وای، یوه هیله به وای چې هېڅ یوه هېواد اټمي وسلې نه لرلای، خو که چېرته هېوادونه دا وسلې ولري موږ به یې په سر کې قرار ولرو."

د ټرمپ تر دې مرکې وروسته د هغه ویاند شان سپایسر په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا هېڅکله نه غواړي د اټمي وسلو لرونکو تر منځ خپله مخکښتیا د نورو په مخ وباسي خو روښانه ده چې غواړي مخکښ وي.

سپایسر د اټمي وسلو د پراختیا په اړه وویل چې امریکا په دې لټه کې نه ده.

ټرمپ دا بحث هم کړی چې د امریکا متحده ایالتونه د خپلو اټمي وسلو له ظرفیتونو شاته پاتې دی.

امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۱۱ کال کې له روسیې سره داسې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې راتلونکی کال دواړه هېوادونه د اټمي وسلو پر شمېر د مساواتو د برقرارۍ په خاطر کمښت راولي.

د اټمي وسلو د محدودیت پر همدغه تړون هم چې نوی پیل نومول شوی او د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې لاسلیک شوی و ولسمشر ډونالد ټرمپ انتقاد وکړ.

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو اړخیز تړون دی لکه نورو تړونو په شان چې موږ کړي دي، دا یو اړخیز تړون دی، دا هغوی ته هغه څه ورکوي چې موږ باید هېڅ کله اجازه نه وای ورکړې."

له ایران سره د پنځه جمع یو هېوادونو اټمي تړون یو ځل بیا د ټرمپ په دې مرکه کې د هغه له خوا تر انتقاد لاندې ونیول شو.

په مجموي توګه د نوي پیل په نوم د اټمي وسلو د محدودولو تړون چې ټرمپ پرې انتقاد کړی دی د ټولو بین القاره یي او اوبتلو اټمي سروکو وړونکو میزایلو شمېر اته سوو ته راښکته کوي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر همداراز پر مسکو انتقاد وکړ چې د یوه کروز میزایل په ازمویلو سره یې د ۱۹۸۷ کال د اټمي وسلو د کنټرول له تړونه سرغړونه کړې ده.

هغه وویل پر دې ټولو مسایلو به د روسیې له جمهور رئیس سره هم که چېرته لیدنه وشوه خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ پر چین باندې د فشارونو د راوستلو خبره وکړه څو وکولای شي له دې لارې د شمالي کوریا له خوا پېښ امنیتي ګواښ حل کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG