د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د نړۍ ۹ هېوادونو نږدې ۷۳ میلیارده ډالره د اټمي وسلې لپاره لګولي


ارشیف
ارشیف

د اټمي وسلې د له‌منځه وړلو لپاره د نړیوال کمپاین په یوه تازه راپور کې راغلي چې تېر میلادي کال د نهو هېوادونو له‌خوا نږدې ۷۳ میلیارده ډالره د اټمي وسلې لپاره لګېدلي دي.

په دې راپور کې چې نوم‌یې دی «نور بس ده» او د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د مې ۱۳» خپور شو، راغلي دا پیسې د اټمې وسلې د خوندیتوب او پراختیا لپاره ځانګړې شوي.

دغه سازمان چې مقر یې په جنوا کې دی او د نوبل جایزې ګټونکی دی، له شااوخوا یوې لسیزې راهیسي په نړۍ کې د اټمي وسلې پر لګښتونو خپله لومړنۍ ارزونه خپروي چې په هغه کې هم د اټمي وسلې د خوندیتوب او هم د پراختیا په اړه‌یې لګښتونه په پام کې نیول شوي.

ارشیف
ارشیف

په راپور کې راغلي د یادو لګښتونو تقریباً نیمایي او هم د تېر پرتله ډېروالی یې په امریکا متحده ایالاتو پورې اړوند دي.

چین په ۲۰۱۹ کال کې ۱۰،۴ میلیارده ډالره، فرانسې ۴،۸ میلیارده، هند ۲،۳ میلیارده، اسرائیل یو میلیارد، پاکستان یو میلیارد، شمالي کوریا ۶۰۰ میلیونه، روسیې ۸،۵ میلیارده ډالره، بریتانیا ۸،۹ او امریکا ۳۵،۴ میلیارده ډالره د اټمي وسلې لپاره لګولي دي.

د راپور له مخې پاکستان چې له لویو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، تېر کال د خپلې اټمي وسلې لپاره‌یې یو میلیارد ډالره لګولي، خو یوازنی هېواد یاد شوی چې په ۲۰۱۹ کال کې یې تر هغه د یوه کال دمخه پرتله د اټمي تسلیحاتو مصارف لږ کم شوي وو.

د اټمي وسلې د له‌منځه وړلو کمپاین اجرائیه مدیر بیاتریس فیهن وایي: "دا ډېر نامعقول کار دی چې د وګړو د روغتیا او خوندیتوب پر ځای هره دقیقه د وسلې لپاره ۱۳۸،۷۰۰ ډالره مصرف شي چې د بشر لپاره ناورین رامنځته کوي."

د اټمي وسلې د له‌منځه وړلو کمپاین اجرائیه مدیر بیاتریس فیهن
د اټمي وسلې د له‌منځه وړلو کمپاین اجرائیه مدیر بیاتریس فیهن

د دې کمپاین مسؤلین وایي یاد هېوادونه هر کال میلیاردونه ډالره د ډله‌يیزې وژونکې وسلې لپاره مصرفوي چې په نږدې راتلونکي کې به غیر قانوني اعلان شي.

د اټمي وسلې د پراختیا د مخنیوي تړون چې د دې وسلې د تولید او پراختیا مخه نیسي، تر اوسه د ۸۱ هېوادونو له‌خوا لاسلیک شوی دی، خو هېڅ یوه هېواد چې اټمي وسله لري، تر اوسه دا تړون نه‌دی منلی او له لاسلیک څخه‌یې ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG