د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۵۱

خبرونه

پاپ د اتومي وسلو د له منځه وړو غوښتنه وکړه

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس له سترو هیوادونو وغوښتل چې خپلې اتومي وسلې له منځه یوسي.

پاپ دا خبره نن (یکشنبه) د جاپان په ناګاساکي ښار کې په وینا کې وکړه.

ناګاساکي د جاپان هغه ښار دی چې په دوهمه نړیواله جګړه کې امریکا پرې اتوم بم وغورځاوه چې له کبله یې لسګونه زره تنه ووژل شول خو ورسره دوهمه نړیواله جګړه هم پای ته ورسېده.

ده د ناګاساکي د اتومي بم په هایپوسنټر پارک کې وویل«دا ځای موږ له هغه درد او وحشته ښه خبروي چې موږ انسانان یې یو بل ته پېښولی شو.»

ده همداراز وویل، په دغه ښار کې، چې انسانانو او چاپېریال د اتومي حملې ناورین لیدلی، د وسله والې سیالۍ پر ضد د ږغ پورته کولو لپاره هڅې به هیڅکله کافي نه وي.

په ۱۹۴۵ م کال د امریکا په اتومي حمله کې په ناګاساکي ښار کې ۷۴ زره تنه ووژل شول.

تر دې درې ورځې وړاندې د امریکا جنګي الوتکې د جاپان پر یوه بل ښار هیروشیما اتوم بم غورځولی و چې یولکو ۴۰ زره تنه پکې وژل شوي وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د روسیې د امنیت شورا: افغانستان کې د 'امارت' بېرته راتګ د منلو نه دی

ارشیف، ننګرهار یو شمېر طالب وسله وال

د روسیې د امنیت شورا منشي ویلي، په افغانستان کې "د امارت بېرته راتګ د منلو نه دی او دا له وخته مخکې ده چې د طالبانو نومونه له تورلېسته ووځي."

نیکولای پاتروشیوف دا خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د لېدو پر مهال په مسکو کې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي پاتروشیوف ویلي، تر هغو چې د سولې خبرو کې پرمختګ ونه شي، له وخته مخکې ده چې د طالبانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېسته ووځي.

د پاتروشیوف دا خبرې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کبلوف له وروستیو خبرو سره په ټکر کې دي، هغه ویلي و، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته سل په سله ژمن پاتې شوي دي او باید امریکا له دې تړون په شا نه شي.‌

نوموړي همدا راز طالبان افغانستان کې یوه "ملي ډله" بللې او ادعا یې کړې چې د افغانستان تر نیمایي زیاته خاوره یې په کنټرول کې ده.

د کبلوف دغو خبرو چې له سپوټنیک خبري اژانس سره یې کړې وې د افغان حکومت غبرګون پارولی و.

سني لیګیټ: د افغان ځواکونو لاسته راوړنې به له لاسه ونه وځي

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سني لیګیټ

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې به له لاسه ونه وځي.

سني لیګیټ (Sonny Leggett) دا خبره پرون شنبه(د کب ۹مه) ماښام افغان ځواکونو ته د دوی د ملي ورځې د مبارکۍ په پيغام کې کړې ده.

نوموړي ویلي:"زه غواړم ستاسې له هغو هڅو مننه وکړم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت لپاره او په تېره بیا د افغانستان د خلکو لپاره یې کوی، ستاسې قربانۍ به له لاسه ونه وځي، د هېواد شااوخوا ته د سفر پر مهال اکثره اورم چې خلک پر تاسو څومره ویاړ کوي."

لیګیټ ویلي، دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

پرون د کب پر نهمه د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سرتیري ملي ورځ ونمانځل شوه.

په لومړي ځل یوې پیلوټې له کابله هرات ته پرواز ترسره کړ

د افغانستان هوایي چلند ادارې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره کام ایر شرکت الوتنه، چې د الوتکې ټوله عمله ښځو ترسره کړه کابل_ هرات ته وشوه.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي، د لومړي ځل لپاره یوې ښځینه پیلوټې له کابله هرات ته پرواز ترسره کړ.

دغې ادارې پرون شنبه(د کب ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پيلوټه محدثه میرزایي نومېږي او د کام ایر شرکت الوتکه یې د ښځینه عملې په ملتیا له کابله تر هراته بوتله.

دوی وایي، د اتیا دقیقو دغه هوایي مزل په بشپړ ډول د ښځو له خوا مدیریت شو.

د افغانستان هوایي چلند دا کار په دغه سکټور کې د ښځو پرمختګ یاد کړی او ویلي یې دي چې دوی دې برخه کې نورو کارونو ته هم ژمن دي.

جوبایډن: سبا دوشنبه به د سعودي په اړه اعلامیه خپره کړو

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د هغه اداره به سبا دوشنبه د سعودي عربستان په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.

دا وروسته تر دې چې د امریکا په استخباراتي راپورونو کې څرګنده شوه چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې لاس درلود.

ښاغلي بایډن پرون شنبه (د کب ۹مه) وویل: "ما د فبرورۍ په ۲۵مه د سعودی عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره خبرې وکړې، نه د سعودي له ولیعهد سره، ما ورته واضحه کړه چې مقررات بدلون کوي او موږ به مهم بدلونونه د دوشنبې په ورځ اعلان کړو، موږ به هغوی د بشري حقونو په اړه مسول وبولو."

د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سعودي ولیعهد به مجازات شي بایډن وویل، د دوشنبې په ورځ به اعلان وکړي چې له سعودي سره څه کوي؟

بایډن په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.

د پروان په بګرام کې چاودنې یو تن وواژه

د افغانستان په نقشه کې د پروان ولایت

د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې نن شنبه (د کب ۹مه) یوې چاودنې، یو تن وواژه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د دې مرګ ژوبلې علت د یوه مقناطیسي بم چاودنه وه.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.

د امریکا سنا د کرونا د مخنیوي لپاره د اقتصادي مرستې طرح تصویب کړه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د متحدایالاتونو د استازو جرګې د کرونا ویروس د ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره د ۱،۹ تریلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي مرستې طرح تصویب کړه.

دا لایحه نن شنبه (د کب ۹مه) سهار وختي، د ۲۱۲ مخالفو رایو پر وړاندې په ۲۱۹ موافقو رایو تایید شوه. لایحې ته هېڅ جمهوریپال وکیل مثبته رایه ورنه کړه.

دا لایحه اوس سنا ته چې اکثریت په کې ډیموکراتان دي د وروستۍ پرېکړې لپاره استول کېږي. د دې اقتصادي بستې پر اساس ډېری امریکایان د ۱۴۰۰ ډالرو چک ترلاسه کوي. دا پېسې به همدا راز د کرونا واکسین د پروسې د چټکولو، د ښوونځیو د بیا پرانېستو او له ایالتي او سیمه ییزیو بودجو سره د مرستې په برخو کې لګول کېږي.

د دې مرستې په اساس د وزګارتیا پر مهال د وګړو امتیازونه لوړېږي او له کورونو د هغو خلکو د اېستلو مخنیوی کېږي چې د کرایې د ورکولو توان نه لري.

ولسمشر بایډن ویلي، د مرستې دا بسته به له هغو امریکایانو سره مرسته وکړي چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، خو جمهوریپالان وايي چې دا مرسته خورا زیاته ده او هغه زیانونه هم رانغاړي چې د کرونا وبا اړوند نه دي.

مسکو کې د اپوزسیون د وژل شوي سیاستوال'نیمڅوف' ۶م تلین ترسره شو

بورېس نیمڅوف

د روسیې د حکومت سلګونه مخالفو فعالانو او ځینو لویدیځو ډيپلوماتانو په مسکو کې د اپوزسیون د وژل شوي سیاستوال بورېس نیمڅوف په شپږم تلین کې ګډون وکړ.

دوی د کرملین په څو کیلومترۍ کې په هغه ځای کې چې نیمڅوف د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبروري په ۲۷ مه نېټه په ډزو ووژل شو، د ګلانو ګېډۍ کېښودې.

د نیمڅوف تلین هر کال په مسکو کې د لاریونونو په ترڅ کې نمانځل کېږي، خو د کرونا د محدودیتونو په ترڅ کې پر لویو غوڼدو د بندیز له کبله سږکال فعالان د نیمڅوف لپاره د یوه مؤقت څلي په ځای کې راټول شول.

په مسکو کې د امریکا د سفارت ویاندې ربېکا راس پر ټویټر لیکلي دي چې په دې مسکو کې د امریکا سفیر جان سولیوان د نیمڅوف قتل یو وحشیانه عمل بللی او هغه یې د روسیې یو سرسپارلی وګړی بللی دی.

د بریتانیا د پوځ متقاعد تورن سل کلن ټام مور  ومړ

د بریتانیا د پوځ متقاعد تورن سل کلن ټام مور 

د بریتانیا د پوځ متقاعد تورن سل کلن ټام مور چې له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره یې نژدې ۳۳ میلیونه پونډه بسپنه راټوله کړې وه، نن خاورو ته وسپارل شو.

تورن مور چې د برتانیا د روغتیا ادارې د خیریه مرستو لپاره یې دا بسپنه په خپل بڼ کې د پلي تګ د یوه کمپاین په ترڅ کې راټوله کړه، د فبروري په دوهمه ومړ.

د بریتانیا ملکې دوهمې الېزابت ټام مور ته چې په تورن ټام هم مشهور و، د درناوي په مراسمو کې وویل چې دا، د بریتانیا ملت او نورې نړۍ ته د هغه الهام ستايي.

ټام مور په دوهمه نړیواله جګړه کې هم برخه اخېستې وه.

د تورن ټام د کورونا ټېسټ د جنوري په وروستیو کې مثبت راووت. د هغه کورنۍ ویلي و چې نوموړی د سږو د ناروغۍ له کبله د کرونا واکسین نه شي اخېستی.

ښځینه کرکټ سیالۍ؛ انګلستان له نیوزیلنډه وګټله

د انګلستان او نیوزیلینډ ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو پنځوس اوورېزو سیالیو سیریز انګلستان دوه د صفر په مقابل کې وګاټه.

د دواړو لوبډلو تر منځ دویمه لوبه تېره ورځ د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه وشوه چې په دې سیالۍ کې نیوزیلينډ ښځېنه کرکټ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړیو په سوځېدو يې ۱۹۲ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته يې د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ.

انګلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۸م اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو تر لاسه کړ او په ۷ ویکټو يې مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

له دې وړاندې لومړۍ لوبه هم انګلینډ لوبډلې ګټلې وه.

د دې لوبې په ګټلو سره یادې لوبډلې د روانو لوبو لړۍ په خپل نوم کړه

چارواکي: ارزګان کې د تېرکال پرتله د چرګانو ۱۵ فارمونه زیات شوي

ارشیف

ارزګان کې په وروستیو کلونو کې د چرګانو د ساتنې فارمونه زیات شوي دي.

دې چارې که یوې خوا دې ولایت کې د چرګانو غوښې زیاتې کړي له بلې خوا یې ځینو کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.

د دې ولایت مرکز د ترینکوټ ښار څخه لېرې په بېدک کاریز سیمه کې ۲۷ کلن داد محمد د چرګانو فارم لري وايي، د ۵ زرو سپینو چرګانو په پالنه بوخت دی:" دا چرګان په دوو میاشتو کې پلورل کېږي، تېر فصل مې ۴ لکه پاکستانۍ کالدارې وګټلې. ارزګان کې مخکې د چرګانو دوه فارمونه وو، اوس یې شمېر تر ۳۰ زیات شوی. "

دی وايي، دې فارم کې ورسره پنځه نور کسان هم په کار بوخت دي.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین هم وايي چې دغه ولایت کې د تېر کال پرتله ۱۵ د چرګانو فارمونه زیات شوي دي.

د دې ادارې مشر احمد شاه خیري ازادي راډيو ته وویل چې دا فارمونه به سږکال ۵۰۰ ټنه غوښه تولید کړي.

ښاغلی خیري زیاتوي، دا غوښه د ارزګان ولایت لپاره کافي نه ده او دې ولایت لا هم له کندهار او نورو ولایتونو څخه د چرګانو غوښې واردوي.

د کندهار د فوټبال فدراسیون د 'سي' لایسنس د ورکړې کورس پیل کړ

د کندهار د فوټبال فدراسیون نن شنبه (د کب ۹مه)د فوټبال روزونکیو ته د C لایسنس د ورکړې کورس پیل کړ.

د یاد کورس لپاره د کندهار ولایت څخه ۱۸ کسانو او د نیمروز ولایت څخه ۶ کسانو نوملیکنه کړې ده.

یاد روزنیز پروګرام به د کابل د فدراسیون استاد محمد طاهر رووفي او محمد فیض فیضي‌ له‌خوا تدریس شي.

دا کورس به ۱۳ ورځې دوام وکړي.

د فوټبال فدراسیون ورزشي کلپونو ته د جواز ورکولو لړۍ پیل شوه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ورزشيکلپونو ته د مسلکي جواز ورکولو لړۍ پیل کړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ورزشي کلپونو تخنیکي مدیر توفیق الهي فلاح نن شنبه (د کب ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دا روزنیز پروګرام د اوس لپاره د هرات د لسو غوره کلپونو مسوولانو ته په پام کې نېول شوی.

ښاغلی فلاح وايي، د فوټبال ورزشي کلپونه باید تخنیکي زده‌کړې وکړي.

ټاکل شوې چې ډېر ژر د هېواد په پنځو نورو زونونو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه پیل شي.

له ۳۰۰ زیات کسان پر کانګرس د برید قضیه کې تورن پېژندل شوي

پر کانګرس د یرغل یو عکس

له ۳۰۰ زیات کسان د متحد ایالاتونو د کانګرس پر ودانۍ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید په قضیه کې تورن پېژندل شوي.

د امریکا مرستیال لوی څارنوال جان کارلین پرون جمعه (د کب ۸مه) خبریالانو ته وویل چې د قانون د تنفیذ ځواکونو لږ تر لږه ۲۸۰ تورن کسان نیولي دي.

کارلین زیاته کړه چې د تورنو کسانو په اړه تحقیقات په بې سارې چټکۍ سره روان دي.

ډېری تورن پر خواله رسنیو د بلواګرو په ډله کې د خپلو ویډیوګانو د خپرولو او هغو پوستونو پر اساس چې دوی خپل دا کار ویاړ بللی، نیول شوي.

د جنوري په شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو د برید پر مهال د پولیسو د یوه افسر په ګډون پنځه کسان ووژل شول.

له دې پېښې یوه اوونۍ وروسته، د استازو جرګې ښاغلی ټرمپ پر کانګرس د خلکو د برید د پارولو په تور استیضاح کړ، خو د فبروري په ۱۳ مه نېټه یې د سنا په استیضاحیه محاکمه کې برائت واخیست.

جلال اباد کې چاودنې یو ملکي وواژه او د ولایتي شورا غړی یې ټپي کړ

ارشیف، ننګرهار کې د یوې چاودنې عکس

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې نن شنبه (د کب ۹مه) د ولایتي شورا د غړي عبدالقهار قدیر پر موټر د ماین چاودنه وشوه چې یو ملکي وګړی یې وژلی او ښاغلی قدیر یې ټپي کړی دی.

ویل کېږي چې دا چاودنه د جلال اباد ښار په مال منډوي سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل رسنیو ته په استولو معلوماتو کې تایید کړې ده چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته د یوه ملکي وګړي مړی او عبدالقهار قدیر په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي

عبدالقهار د پخواني جهادي قوماندان حاجي عبدالقدیر زوی دی.

د هلمند د رخام ډبرې فابریکه د اومه توکو کمښت سره مخ شوې

ارشیف،

د هلمند د رخام د ډبرې فابریکه چې د دغه ولایت په کچه له مهمو فابرېکو شمېرل کېږي دا مهال د خامو موادو له کمښت سره مخ شوې ده.

د رخام ډبرې د فابریکې سرپرست عبدالحکیم مثمر نن شنبې (د کب ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د فابریکې کارکوونکي له ۱۳۸۹ راهیسې د رخام ډبرې کان ته مستقیم لاس رسۍ نه لري چې له امله یې د فابریکې د حجارۍ برخه د خامو موادو له کمښت سره مخ شوې او د ترکاڼۍ لپاره هم تخته له بهره واردېږي.

نوموړي وویل چې د رخام فابریکې اوسني تولیدات بهرني پېرودونکي او بازار نه لري او اوس مهال د حجارۍ لپاره خام مواد له خصوصي شرکتونو څخه ترلاسه کوي چې بیې یې ډېر لوړې تمامېږي.

رخام چې تر ټولو قيمتي ډبره بلل کېږي کان یې د هلمند په خانشين ناامنه ولسوالۍ کې دی، هغه سيمه چې تر ډېره د مخالفو وسله وال فعالیتونه په کې ډېر دي .

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG