د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

امریکا او روسیه د اټومي وسلو کنټرول درې اړخیزه غونډه پیلوي


مسکو ویلي چې دا ازموینه نه بلکې د یوه سټلایټ په وسیله د بل سټلایټ تفتیش و.
مسکو ویلي چې دا ازموینه نه بلکې د یوه سټلایټ په وسیله د بل سټلایټ تفتیش و.

په پام کې ده چې متحدایالاتو او روسیه نن د اټومي وسلو د کنټرول په اړه درې ورځنۍ خبرې په ویانا کې پیل کړي.

دا خبرې یوه ورځ وروسته له پیلېږي چې د دواړو هېوادونو استازو د فضايي امنیت په اړه خبرې وکړې.

د فضايي امنیت په مسئله کې متحدایالاتو خپله طرحه وړاندې کړې خو روسیې او چین د یوې متبادلې طرحې ملاتړ کړی.

متحدایالاتو او روسیې تېره میاشت د اټومي وسلو د کنټرول په اړه د خبرو په لومړي پړاو کې د وسلو د نوي ستراتیژیک تړون یا نوي سټارټ په اړه خبرې وکړې.

دا تړون چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک شوی او اعتبار یې په فبروري میاشت کې پای ته رسېږي، د هغو لیرې واټن ویشتونکو اټومي سروکو شمېر محدودوي چې دواړه هېوادونه یې ځای پرځای کولای شي.

د تېرې جون میاشتې په ۲۲ او ۲۳ مه په ویانا کې د دواړو لورو له خبرو وروسته د وسلو د کنټرول په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي مارشال بیلینګس لي خبریالانو ته وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف سره د ده په خبرو کې دومره پرمختګ شوی دی چې دواړو خواوو د څو تخنیکي کاري ډلو پر جوړېدو موافقه کړې.

هغه زیاته کړه، د بلې غونډې جوړېدل به په داسې حال کې چې دواړه لوري د نوي سټارټ تمدید غواړي، په همدې پرمختګ پورې تړلې وي.

امریکا او روسیه دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه پیلوي چې دواړو لوریو پرون د جولای په ۲۷مه د فضايي امنیت په اړه هم خبرې وکړې.

له ۲۰۱۳ کال وروسته دا د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه لومړی ځل خبرې وې.

متحدایالاتو په فضا کې د مسوولانه چلند لپاره د داسې اصولو وړاندیز کړی چې د جګړې د اوسنیو مقرراتو یعنې تناسب او بشریت پر بنسټ ولاړ دي خو روسیه او چین د هغو متبادلو هڅو ملاتړ کوي چې د یوه نړیوال تړون له مخې د فضا په باندنۍ برخه کې د وسلو پر ځای پرځای کولو بندیز لګوي.

له پرونۍ یو ورځنۍ غونډې وروسته کومه اعلامیه خپره نه شوه.

د وسلو د مخنیوي او نړیوال امنیت په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریستوف فورډ د جولای په ۲۴مه یوې خبري غونډې ته وویل متحدایالات هیله لري دا غونډه به مقابل لوري ته دا موقع په لاس ورکړي چې په باندنۍ فضا کې د امنیت او ثبات د پراخولو د لاروچارو او همداراز په فضا کې د مسئولانه چلند د مقرراتو د رامنځته کولو د علت په اړه غور وکړي.

دې امریکايي چارواکي وویل چې مسکو او پېکېنګ فضا لا پخوا د جګړې په قلمرو بدله کړې ده.

خو د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جولای په ۲۴مه په یوه اعلامیه کې د دې څرګندونو په ځواب کې وویل چې روسیه تل د باندنۍ فضا د پوره بې وسلې کولو او هلته د هر راز وسلو د ځای پرځای کولو د مخنیوي پلوي وه او وي به.

امریکا او بریتانیا پر روسیې تور لګولی چې د جولای په ۱۵مه یې هغه وسله ازمویلې ده چې سټلایټونه په نښه کوي.

مسکو دا تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې دا ازموینه نه بلکې د یوه سټلایټ په وسیله د بل سټلایټ تفتیش و.

XS
SM
MD
LG