د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

ایا د وسلو سیالي یو ځل بیا راروانه ده؟


وروسته له دې چې ولسمشر ویلادیمیرپوتین وویل د روسیې د نویو وسلو د جوړولو او ازمویلو هدف د امریکا د ګواښونو مقابله ده، کارپوهان وايي چې د وسلو سیالي یوځل بیا راروانه ده.

د وسلو د کنټرول کارپوهان او څارونکي خبرداری ورکوي چې که څه هم د وسلو نړیواله سیالي تراوسه نه ده پیل شوې، خو دا خبره روښانه ده چې دا سیالي د راتلو په حال کې ده.

ولسمشر ویلادیمیرپوتین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې روسیې نوې ستراتیژیکې وسلې جوړې کړي.

ویلادیمیرپوتین
ویلادیمیرپوتین

پوتین په خپله وینا کې هغه کروز توغندي چې په ټیټه ارتفاع کې الوزي، د اټمي انرژۍ په وسیله حرکت کوي، لایتناهي واټن وهلای شي او د متحده ایالاتو د توغندیو دفاعي سیسټم یې نشي کشفولای او همداراز د اوبو لاندې ډرون، په دې نویو وسلو کې یاد کړل.

ښاغلي پوتین په دې نژدې دوه ساعته وینا کې د دې وسلو د کارولو انیمیشن ویډیويي تصویرونه هم نندارې ته وړاندې کړل.

د دې وسلو د کارولو انیمیشن ویډیويي تصویرونه.
د دې وسلو د کارولو انیمیشن ویډیويي تصویرونه.

د پنجشنبې ورځې په ماښام د پوتین له وینا وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکبي ساندرز Sarah Huckabee Sanders په دې اړه د امریکا غبرګون په ډاګه کړ:

سارا هکبي ساندرز
سارا هکبي ساندرز

"ولسمشر پوتین هغه څه چې د امریکا حکومت له پخوا راهیسې پرې ‎پوهېدله او روسیې به انکار کاوه، تائید کړل او هغه دا چې روسیې، د وسلو د سیالۍ د مخنیوي له تړون څخه په مستقیمې سرغړونې سره له څه باندې لسو کلونو را په دې خوا د بې ثباته کوونکو وسلو د سیسټمونو جوړول پیل کړي دي."

د ولسمشر پوتین دې څرګندونو له واشنګټن څخه نیولې تر برلین پورې د پالیسي جوړوونکو، پوځي کارپوهانو او نورو پاملرنه ځان ته واړوله.

د نړۍ د ټولو اټمي وسلو په سلو کې ۹۳ د روسیې او امریکا دي او دواړو هېوادونو د وسلو د سیالۍ د مخنیوي په برخه کې په خپلو پالیسیو کې واضح بدلون راوستی دی.

ښاغلي پوتین د پارلمان سلګونه غړیو ته په وینا کې چې پر ټلوېزیون هم خپرېده ټوله پړه د امریکا او روسیې ترمنځ د وسلو د سیالۍ د کنټرول د تړون پر ناکامي واچوله او ویې ویل، هغه مهال موږ ته هېچا غوږ نه نیوه خو اوس دې یې ټول واوري.

د بې وسلې کولو لپاره د فعالانو د یوې تحقیقاتي ټولنې کارپوه جان بېکر John Baker آزادي راډیو ته وویل چې د وسلو د کنټرول په مسئله کې په تېره په تېرو لسو کلونو کې یو تقابل لیدل کېږي.

د ښاغلي بېکر په وینا د وسلو د کنټرول رژیم چې د سړې جګړې له وخته پاتې دی اوس تر سخت فشار لاندې دی.

هغه خبرداری ورکوي چې نړۍ د وسلو د سیالۍ د نوي عصر په پیل کې ده.

خو د جورج ټاون پوهنتون استاد او د امریکا د اټومي ستراتيژۍ د منطق د کتاب لیکوال ماتیو کروینیګ Matthew Kroenig په دې نظر دی چې دا سیالي لا پخوا پیل شوې ده.

کروینیګ آزادي راډیو ته وویل چې روسیې له تېرو لسو کلونو راهیسې له امریکا سره د وسلو سیالي پیل کړې خو امریکا اوس ورته متوجه شوې.

ځینې نور څارونکي بیا شک لري چې دا ډول وسلې به په عمل کې بریالۍ شي.

د روسیې s400دفاعي سیسټم.
د روسیې s400دفاعي سیسټم.

لږترلږه د امریکا د یوه ټلوېزیوني چینل په راپور کې د ناڅرګندو استخباراتي چارواکو له قوله یادونه شوې چې وايي په یوه مورد کې په ارکتیک سمندرګي کې د دې وسلو یوه ازموینه ناکامه شوه.

په سویس کې دېره څېړونکی پاول پودویک Pavel Podvig چې د روسي وسلو په اړه څېړنې کوي آزادي راډیو ته وویل چې روسانو ښايي ازموینې کړې وي خو معلومه نه ده چې د دې وسلو موثریت به اصلي وسلو ته څومره ورته وي.

XS
SM
MD
LG