د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

دانش د افغانستان د احصایيې مرکزي اداره په سر شمېرنه کې ناکامه بولي


سرور دانش
سرور دانش

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان د احصایيې د مرکزي اداره په سر شمېرنه کې ناکامه وبلله او له دې ادارې یې د خپلواکي غوښتنه وکړه.

د احصائیې ملي ادارې له لوري د نفوس اټکلیزو شمېرو اعلان دغه اداره تر پوښتنې لاندې راوسته.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال وايي، چې حکومت او دولت باید د نفوس له کره شمېرې ونه ډار شي.

ښاغلي دانش له دې ادارې وغوښتل، د خپلواکي په ساتلو د سیاسي ډلو له ګټو ځان لرې وساتي او په هر ډول شرایطو کې باید سیاسي فشار ته غاړه کېنږدي.

هغه وویل: "د احصائیې ملي اداره باید په بشپړه ډول بې طرفه او خپلواکه وي، تر فشار لاندې تلل لوی جرم دی، دغه اداره باید له سیاسي ګټو لرې وساتل شي، په هر ډول شرایطو کې باید تر سیاسي فشار لاندې رانه شي، حکومت او دولت باید له کره شمېرو ونه ډار شي."

سرور دانش د همدې ورځې په مناسب مراسمو کې وویل، چې د احصائیې مرکزي ادارې په تېرو کلونو کې لاس ته راړونې درلودې، خو زیات کار ته اړتیا ده.

د احصائیې مرکزي اداره د نفوس د کره شمېرنې په وړاندې امنیت یوه ننګونه بولي.

د دغې ادارې مرستیال حسب الله موحد په دې ناسته کې وویل: "هغه وخت موږ کولای شو، چې د دقیق احصائیې اړوند مسایلو پر وړاندې ځواب ویونکي اوسو، چې موږ یو سیسټم ولرو، دا یوازې مرکزي احصایې پورې اړه نه لري، موږ چې هر څومره کره شمېرې وړاندې هم کړو، خو لږ ګټه ورنه اخیستل کېږي، نو له همدې امله ټولنه کې بدلون نه شي راتلای، زموږ د احصایې ارقام د نړیوالو اصولو په معیار برابر دي، نو له همدې امله زموږ د ادارې له ارقامو زیات استفاده کوونکي نړیوال سازمانونه او بنسټونه دي."

د چارو یوشمېر کارپوهان، د خلکو ګډون، اقتصادي پراختیا، د ټولنې پراختیا کچه، روغتیا، زده کړه، کډوالي، جنسیتي ترکیب، د ملي شورا، ولایتي شورا او د ولسوالیو شوراګانو د څوکیو ټاکل او ملي عواید له کره شمېرې سره تړلې بولي.

سیف الدین سیحون
سیف الدین سیحون

د کابل پوهنتون استاد او اقتصادي کارپوه سیف الدین سیحون وویل: "د دغو شمېرو پر بنسټ، ټولنیز خدمتونه، اقتصادي او فرهنګي پروګرامونه پلان او چمتو کېږي، کلونه وړاندې باید دغه کارونه شوي وای، که چېرې دغه هېواد د ولسواکي او د بشري حقونو تابیع وي، باید ونه ډار شي."

په لومړي ځل په ۱۳۵۸ کال کې په افغانستان کې سرشمېرنه پیل شو، چې یوه څانګه یې د کورنۍ د نوملړ په ډول ترسره شوه، خو تمامه نه شوه، د دویم ځل لپاره د نفوس د کره شمېرنې لپاره په ۲۰۰۳ کال کې چمتوالی ونیول شو، چې د امنیتي ستونزو له امله کابینه وځنډوله.

د احصایې مرکزي ادارې د درېم ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال کې د نفوس او کورنیو شمېرلو لومړنی پروګرام پیل کړ، خو بشپړه سر شمېرنه ونه شوه.

دغې ادارې تېر کال د افغانستان نفوس په اټکلیز ډول ۳۲،۲ میلیونه تنه اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG