د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

اقتصاد وزارت: د نفوسو ډېرښت د اقتصادي ودې د راټیټېدو لامل شوي


افغان چارواکي د نفوسو زیاتېدل په هېواد کې د اقتصادي ودې د راټيټېدو لپاره خطرناک او ګواښوونکې ګڼي.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور د سې شنبې په ورځ د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې جوړې شوې ناستې ته وویل چې په ۱۹۶۸ میلادي کال کې د افغانستان نفوس ۱۰.۵ میلیونه و خو اوس دا شمېره ۳۱.۵ میلیونو ته رسېدلې ده چې په وینا یې تر ۲۰۵۰ کاله پوري به دغه شمېره ۶۸ میلیونو ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا، د نفوسو وده د اقتصادي ودې په پرتله چټکه ده چې دا کار هېواد د بېوزلۍ پر خوا وړي.

مصطفی مستور
مصطفی مستور

نوموړي زیاته کړه:

"د نفوسو همدې پراختیا او اقتصادي ودې سره بېوزلې زیاتېږي دا لوی اغېز یې دا دی چې زموږه اقتصادي وده د نفوسو له زیاتوالي سره یوه اندازه نه ده زموږ د نفوسو وده چټکه ده او د نفوسو زیاتوالی د کرنیزو ځمکو د کمېدو سبب ګرځي او کرنیزې ځمکې په سرپنا بدلوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د عوایدو او کورني تولید په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږو."

د دغه وزارت په وینا د نفوسو له زیاتوالي سره د یو کس کلنی عاید چې په ۲۰۱۱ کال کې ۶۰۳ ډالر وو اوس ۵۶۹ ډالرو ته رسېدلی.

د اقتصاد وزارت چارواکي همدا شان وايي، د نفوسو له زیاتوالي سره به د بېوزلۍ او د عوایدو د کمېدو ترڅنګ روغتیايي او ټولنیزو خدمتونو، سواد او اوبو ته هم د خلکو لاسرسی کم شي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، د نفوسو وده ۲.۴ سلنه ده.

همدارنګه د یاد وزارت شمېرې څرګندوي چې ۴۸ سلنه یعني د افغانستان د نفوسو ۱۵میلیونه یې له پنځلس کلنۍ کم عمر لري چې د کار په شرایطو برابر نه دي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې تراوسه د افغانستان د نفوسو دقیقه احصایه لا هم نه ده موجوده.

په همدې حال کې د افغانستان د مرکزي احصایې ادارې مسؤلین د نفوسو پر مدیریت ټینګار کوي او وايي، د یو سالم مدیریت په نه شتون کې هېواد له بحران سره مخ کېږي.

د دغې ادارې مسلکي معین حسیب الله موحد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:


"نفوس باید مدیریت شي، هغه هېوادونه چې ډېر نفوس یې درلود لکه چین هغوی په ډېره ښه توګه له نفوسو ګټه واخیسته او مدیریت يې وکړ چې اوس د نړۍ یو له اقتصاد لرونکو هېوادونو شمېرل کېږي، خو که چېري مدیریت نشي په ځانګړي توګه په مرکز کابل کې به موږ له ډېر لوی بحران سره مخ شو."

له بلې خوا د اقتصادي چار کار پوهان له هغې ډلې سیف الدین سیحون که څه هم د افغانستان د نفوسو په تړاو وړاندې شوې شمېرې دقیقې نه ګڼي خو وايي، د هېواد نفوس باید کنټرول شي.

سیف الدین سیحون
سیف الدین سیحون

نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان لا تراوسه د یو قوي لازم ځواک خاوند نه دی نو په همدې اساس د نفوسو د کنټرول سیاست باید تنظیم شي او تر ډېره د نفوسو د ودې د مخنیوي لپاره باید د عامه پوهاوي او فرهنګ جوړونې لپاره کار وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG