د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

جرمن واچ، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله په خطرناکو هېوادونو کې شمېرلی


د جرمن واچ په نامه څېړنیز مرکز ، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله په خطرناکو هېوادونو کې شمېرلی دی.

افغانستان په دې ورستیو کې پر امنیت سربېره له اقلیمي نظره هم له ګواښ سره مخ هېواد ګڼل شوی دی.

د جرمن واچ په نامه یو څېړنیز مرکز وايي، افغانستان د بېوزلۍ له وجې د هغو هېوادونو په لېست کې دی چې د اقلیمي بدلون له امله له لوړو ګواښونو او خطرونو سره مخ دی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې رئيس محمد نعمان حکمت د یکشنبې په ورځ له اقلیم سره د سازګارۍ ترنامه لاندې په یوه ورکشاپ کې وویل، د اقلیم بدلون ټول هېواد متاثر کړی دی.

دی وایي:

"موږ په وروستیو څو کلونو کې د وچکالۍ، سیلاوونو، د اورښتونو د کموالي او د حرارت د درجې د لوړوالي شاهدان یوو، دغه پدیده به زموږ نسلونه متاثر کړي، زموږ هېواد د اقلیم له بدلون سره د سازګارۍ د ټیټ ظرفیت، د ایکو د ماتېدونکي سیستم، محدودو سرچینو، کرنیزې تنوع او د نفوسو د زیاتوالی له امله زیان منونکی هېواد دی."

ده وویل، د حکومت او نړیوالې ټولنې ملاتړ کولای شي چې له اقلیمي زیانونو د مخنیوي هڅې پیاوړې کړي.

په نړۍ کې د اقلیم د وضعیت بدلون پر افغانستان هم منفي اغېزې کړي او د دې ترڅنګ چې ځیني ولایتونه یې له وچکالۍ سره مخ کړي، د ځمکې د لاندې د اوبو په سطحې یې هم اغېز کړی او تیته شوې ده.

د اقلیم پر بدلون سربېره پر دې چې کولای شي اوبه کمې کړي، د یوه هېواد د طبیعي حوادثو د رامنځته کېدو او د کرنیزو او خوراکي موادو د کمېدو لامل هم ګرځي او دغه مسئله د افغانستان لپاره چې نفوس یې مخ په زیاتېدو دی، جدي اقداماتو ته اړتیا لري.

د چارو یوه پوه میرویس خوګیاڼي د اقلیم بدلون د اندېښنې وړګني او هیله ښيي چې رسېدنه ورته وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې په هېواد کې دغه مورد ته جدي پاملرنه نه کېږي، د اوبو بېځایه مصرف، د ګازو او تېلو غیرمعیاري کارول او پر فابریکو د کرنیزو ځمکو بدلول، د اقلیم په بدلون کې ډېر رول لري او زیاته پاملرنه باید ورته وشي."

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مسؤلین د کنګلونو اوبه کېدل، د افغانستان لپاره خطرناک ګني.

دوی د اقلیم بدلون په هېواد کې له روان جنګه خطرناک بولي او وايي چې که رسېدنه ورته ونه شي، راتلونکی نسل به له ګواښونو سره مخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG