د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

په افغانستان کې اقتصادي سروې پیلیږي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي؛ په هیواد کې خپرېدونکي اقتصادي ارقام دقیق نه دي او د کره کولو لپاره یې په نژدې راتلونکي کې د احصایې له مرکزي ادارې سره کار پیلوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وایي چې په هېواد کې د اقتصادي برخې د کره شمېرو په خپرېدو سره به پانګوالو ته د زیاتې پانګونې زمینه برابره شي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي وایي چې په هېواد کې خپریدونکي اقتصادي شمېرې کره او یوشان نه دي او په دې برخه کې به یوه هر اړخیزه سروې وکړي.

ښاغلي الکوزي په دې اړه د جوړې غونډې په څنډه کې ازادي راډيو ته وویل چې د دې اقتصادي سروې کارونه په نږدې ورځو کې پیلیږي:

"دا اقتصادي سروې تقریباً د دغه دویمې ربع په شروع کې پیلیږي او دوی اوس مهال ورته چمتووالی نیسي؛ دوی به هرې فابریکې ته او هر تجارت ته؛ همدارنګه هر تشبث به نماینده لیږي او هلته به په عمل کې ګوري چې دوی څومره کارګران لري؛ څومره پانګونه کړې یې ده، څومره تولید کوي او څومره خلکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

دا ارقام به دقیق دوي، اخلي او موږ د ارقامو په دقیق والي کې له دوی سره متحد یو او انشاءالله دا کار به کوو."

یاده اقتصادي سروې د هغې کړنلارې له هوکړې وروسته ترسره پیلږي چې نژدې دوه میاشتې مخکې د سوداګرۍ او صنایع خونې او د احصایې له مرکزي ادارې سره شوې وه.

په عین حال کې د احصایې د مرکزي ادارې سرپرست شیر محمد جامع زاده په دې غونډه کې وویل چې د دې سروې هدف دا دی چې دقیقه اقتصادي پراختیا خلکو ته په ډاګه شي:

"هغه سروي چې موږ یې ترسره کوو؛ ډير دقیق او ډير په تخنیکي میتودونو برابرې دي او د دې سروې له مخې هڅه کوو چې اقتصادي انکشافات په دقیق او ښه ډول وړاندې کړو."

دا مهال په افغانستان کې د کره شمېرو او احصایو په برخه کې ډيرې ستونزې لیدل کیږي او هره اداره بیلابیل ارقام وړاندې کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د احصایې مرکزي اداره وایي؛ د بیلابیلو ادارو له خوا د کره شمېرو نه بیانول د دې سبب شوي چې خلک په ځينو موضوعاتو تشویش وښيي.

دوی همدارنګه ټينګار وکړ چې په دې برخه کې د ټولو ادارو مرسته لازمي ده؛ تر څو دا ارقام ثابت او له دوی سره ثبت شي.

د چارو کارپوهان انتقاد کوي چې د احصایې مرکزي دفتر دا مسوولیت باید لس کاله مخکې ادا کړی وای.

دوی وايي، ضرورتو ته د ښې رسیدګي او اقتصادي پرمختګ لپاره یوه واحده احصایه نه یوازې اوس مهمه ده بلکې که په شفافه توګه تر سره شي؛ راتلونکې ته هم ګټوره تمامیدای شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG