د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

روغتیاوزارت خلکو ته خپلې لاسته راوړنې، شمېرې او احصایې تثبیتوي


د عامې روغتیا د وزارت مرستیال احمد جان نعیم
د عامې روغتیا د وزارت مرستیال احمد جان نعیم

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي هڅې یې تیزې کړي چې په راتلونکې کې خلکو ته د ښو خدماتو د رسولو په هدف، لاسته راوړنې، شمېرې او احصایې تثبیت کړي.

له دې امله د چهارشبنې په ورځ په کابل کې د روغتیایي چارو د کورنیو او بهرنیو متخصصینو یوه مسلکي ناسته جوړه شوې وه.

که څه هم په افغانستان کې خلکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د نه رسیدو له امله شکایتونه کیږي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅې کوي چې خلکو ته د ښو روغتیايي خدمتونو د رسولو لپاره، د شوېو روغتیايي خدمتونو ارقام، احصاییه او نتایج وڅیړي او له مخې یې نوي پروګرامونه جوړ کړي.

په دې هکله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو متخصصینو یوه علمي ناسته جوړه شوې وه، څو د روغتیایي خدمتونو د کمیت او کیفیت د لوړو لپاره نظرونه سره شریک کړي.

د عامې روغتیا د وزارت مرستیال احمد جان نعیم وویل:

"نننی کنفرانس د ۱۳۹۴یم لمریز کال د نتایجو د څیړلو په مقصد جوړ شوی چې په روغتیايي چارو کې څومره لاسته راوړنې شوي، ناروغۍ کومې او ستونزې څه وې؟ د دې نتایجو څیړل به د عامې روغتیا وزارت له راتلونکو پروګرامونو او ستراتیژۍ له جوړولو سره مرسته وکړي."

ښاغلي نعیم وویل، له ۲۰۰۱کال راهیسې خلکو ته روغتیایي خدمتونه زیات شوي او د مور او ماشوم په مړینه کې کموالی راغلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۰۲ کال کې په هرو ۱۰۰زره زیږنونو کې د مور او ماشوم مړینه، ۱۶۰۰ وه خو په ۲۰۱۰ کال کې دغه مړینه ۳۲۷ ته راټیټه شوه او همدارنګه په ۲۰۰۲ کال کې چې په هرو ۱۰۰۰ زیږنونو کې ۲۵۷ شامومان مړه کیدل، په ۲۰۱۰کال کې دا کچه ۹۵ ته راټیټه شوه.

په جوړې شوې ناسته کې په روغتیايي چارو کې د جمهور ريیس سلاکارفیض اله کاکړ د روغتیايي خدمتونو د رسولو لپاره پر ارقامو ټینګار وکړ او ویې ویل چې ارقام او احصایه کولای شي خلکو ته د خدمتونو د رسولو، دقیقه تګ لاره او راتلونکې تیارۍ اسانه کړي.

د مرکزي احصایې مرستیال حسیب اله موحد وویل، تر اوسه چې په دې برخه کې کوم ارقام وړاندې شوي کافي نه دي خو په لاسته راوړنو کې شمېرل کیږي:

"وروستۍ سروې چې په ۲۰۱۳ کال کې ترسره شوه، ښيي چې د روغتیا په برخه کې پرمختګ شوی.د سروې له مخې په سلو کې ۶۳ امیندوارو میرمنو مخکې له زیږونه روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې چې پخوا دا فیصدي ډیره کمه وه او ښځې د مختلفو لایلو له امله روغتونونو ته شوې رسیدلی."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، اوس مهال په ټول هېواد کې له خصوصي روغتونو پرته څه باندې ۲۰۰ روغتونونه او روغتیایي مرکزونه شته او پلان لري چې دا شمېر زیات کړي.

خو خلک وايي، اوس مهال په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کموالي له امله هرکال په زرګونه خلک، د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

دوی له حکومته هیله کوي چې په هېواد کې دې روغتونونه زیات کړي، څو په دې برخه کې د ناروغانو ستونزې راکمې شي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG