د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

ځینو اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې اوج ته رسېدلي


په بریتانیا کې پرون په کرونا ویروس د ۱۲ زره ۸۷۲ کسانو د اخته کېدو بېساری شمېر ثبت شو.
په بریتانیا کې پرون په کرونا ویروس د ۱۲ زره ۸۷۲ کسانو د اخته کېدو بېساری شمېر ثبت شو.

په اروپا کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې اوج ته رسېدلي دي.

په وروستیو ورځو کې په ګڼو هېوادونو کې په ورځني ډول د ریکارډ تر سطحې کسان په کرونا ویروس اخته کېږي.

اروپايي ټولنې او بریتانیا د ورځې په اوسط ډول په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو نږدې ۴۸۰۰۰ پېښې هم ثبت کړې دي.

دا په اپرېل میاشت کې چې د ویروس خپرېدل په اوج کې و او د دې لویې وچې په زیاتو برخو کې کاربند نافذ شوی و، ټولو لوړ شمېر دی.

او له دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې شپږلکه شپږزره شپږ سوه ۲۵ ته ورسېدې.

په فرانسه کې په کرونا ویروس د مړو کسانو شمېر ۳۲زره ۱۹۸ ته رسېدلی، خو په روغتونونو کې د ناروغو د بسترېدو له زیاتوالي سره دا شمېر ښايي نور هم زیات شي.

په فرانسه کې پرون شنبه د ۲۴ ساعتونو په موده کې په کرونا ویروس د ۱۶زره ۹۷۲ کسانو اخته کېدل او ۴۹ کسانو مړینه ثبت شوي، چې دا شمېر بېساری ګڼل کېږي.
په فرانسه کې پرون شنبه د ۲۴ ساعتونو په موده کې په کرونا ویروس د ۱۶زره ۹۷۲ کسانو اخته کېدل او ۴۹ کسانو مړینه ثبت شوي، چې دا شمېر بېساری ګڼل کېږي.

د فرانسې په زیاتو ښارونو کې حتی دباندې هم د ماسکونو کارول جبري دي.

په بریتانیا کې هم پرون په کرونا ویروس د ۱۲ زره ۸۷۲ کسانو د اخته کېدو بېساری شمېر ثبت شو، چې دا د کرونا وبا د خپرېدو له پیل راهیسې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.

په بریتانیا کې د کرونا ویروس دوهمه څپه راغلې او په دې ویروس د مړو شمېر په کې ۴۲زره ۳۱۷ ته رسېدلی دی.

د بریتانیا د ۶۶ ملیونه وګړو یو پر درېیمه برخه یې سخت محلي کاربند یا لاک ډاون او محدودیتونه لګول شوي دي.

هلته په هسپانیا کې مادرید ښار چې د وګړو شمېر یې تر شپږو ملیونو اوړي، له پرون راهیسې یو وار بیا قسمي کاربند پیل کړی دی.

په چک جمهوریت کې هم د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره حکومت سر له سبا دوشنبې اضطراري حالت او نوي محدودیتونه اعلان کړي دي.

زیات اروپايي مشران نه غواړي چې په خپلو هېوادونو کې په ملي سطحه کاربند او محدودیتونه ولګوي او وايي، دا ډېر تر وخت مخکې او په اقتصادي لحاظ زیان رسوونکی عمل دی.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر چې دی هم په کرونا ویروس اخته دی او له واشنګټن بهر یې په یوه پوځي روغتون کې درملنه روانه ده، وايي ښه احساس کوي.

ډونالډ ټرمپ پرون د ټویټر په یوه ویډيويي پیغام کې هیله ښوولې چې د نومبر د درېیمې تر ټاکنو مخکې خپل ټاکنیز کمپاین بشپړ کړي.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې ۳۵ میلیونو ته نږدې شوي، له دې ډلې تر ۲۶ ملیونو ډېر کسان روغ شوي او په نړۍ کې د مړو شمېر تر یو ملیونو اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG