د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

امریکا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر دوه لکو ته نږدې شو


په اوسط حساب هره ورځ په متحد ایالتونو کې د کرونا د قربانیانو شمېر تقریباً اته سوو ته رسېږي.
په اوسط حساب هره ورځ په متحد ایالتونو کې د کرونا د قربانیانو شمېر تقریباً اته سوو ته رسېږي.

د امریکا په متحد ایالتونو کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر دوه لکه تنو ته نږدی شوی دی.

په دې ترڅ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د کرونا بده څپه تېره شوې ده.

بل لور ته د اروپا په یو شمېر سیمو کې بیا د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

په اوسط حساب هره ورځ په متحد ایالتونو کې د کرونا د قربانیانو شمېر تقریباً اته سوو ته رسېږي.

دا شمېره د اپرېل په نیمایي کې په ۲۴ ساعتونو کې تر دوه زره اته سوه لوړه وه.

د امریکا د متحد ایالتونو د روغتیا ډېرو متخصصینو د کرونا په پيل کې په دغه هېواد کې داسې وړاندوینه کړې وه چې دا وبا به تر دوه لکه پورې امریکایان ووژني.

اوس د جانز هاپکنس پوهنتون د شمېرو له مخې په متحد ایالتونو کې د دوشنبې تر ورځې پورې د قربانیانو شمیر یولک نهه نوي زره نهه سوه پنځلسو ته ورسېد.

ولسمشر ټرمپ وویل، د کرونا وبا مو کونج ته کړې ده او موږ عالي هڅې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

انتقاد کوونکو تور پورې کړی دی چې ولسمشر ټرمپ د دې وبا د مخنیوي لپاره لکه څرنګه چې پکار و جدي هڅې نه دې کړي.

بل لور ته په اروپا کې اسپانیا، فرانسه او بریتانیا د هغو هېوادو په کتار کې دي چې د ډېرو متخصصینو په باور دا اندېښنه شته چې په مني کې د کرونا له دوهمې څپې سره مخامخ شي.

د همدې لپاره یو شمېر هېوادنه مجبوره شوي دي چې بېرته بندیزونه ولګوي.

په بریتانیا کې روغتیایي چارواکو د کرونا د مخنیوي لپاره د احتیاطي تدابیرو کچه لوړه کړې ده.

تمه ده چې نن د بریتانیا صدراعظم بورس جانسن د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د سختو بندیزونو اعلان وکړي.

د بریتانیا صدراعظم بورس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بورس جانسن

د فرانسې پلازمېنه پاریس او د فرانسې یو شمېر نورې سیمې هم د کویډ نولس ناروغۍ په تور لېست کې داخلې شوې دي.

اوس چې هرڅوک له پاریس او د فرانسې له یو شمېر نورو سیمو بل ځای سفر کوي باید د کرونا ویروس د منفي ازموینې پاڼه ورسره وي.

په فرانسه کې د روانې اونۍ په پيل کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دیارلس زره واوښت.

د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې سیمه ییز حکومت له پوځ څخه مرسته غوښتې ده څو د خوارانو بازارونه وتړي.

هلته مخکې اعتراضونه شوي وو.

اسپانیا په مارچ او اپرېل کې د کرونا د لومړۍ څپې پرمهال په زرګونو پوځیان ګمارلي و چې له ملکیانو سره مرسته وکړي.

په اسپانیا کې په کرونا ویروس د نویو اخته کسانو شمېر نژدې یو دېرش زره پنځه سوو ته رسېدلی دی او د نویو مثبت پېښو له لسو نږدې څلورمه برخه په پلازمېنه مادرید کې دي.

XS
SM
MD
LG