د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

انتوني فاوچي: امریکا کې د کرونا په اړه د ټرمپ خبرې سره موافق نه‌یم


کرونا باندې اخته کسان
کرونا باندې اخته کسان

په امریکا کې د حساسیت او اخیستونکو ناروغیو د ملي انسټټیوټ مشر ډاکتر انتوني فاوچي ویلي، د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ له دې خبرې سره موافق نه‌دی چې امریکا د کرونا وبا اړخ ته کړې ده.

ډاکتر فاوچي پرون (د سپټمبر ۱۲مه) وویل چې دی ځکه د ټرمپ له خبرې سره موافق نه‌دی چې ارقام لا هم ډېر خواشینوونکي دي.

هغه له (ام.ا. ان.بي.سي) ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، هغه وضعیت ته چې د کرونا د وبا تر ګډېدو مخکې و، د رسېدو لپاره ممکن د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه انتظار ته اړ شو.

هغه همداراز خبرداری ورکړ چې د هوا له سړېدو او د ژمي له راتګ سره به ډېر خلک په کورونو کې دننه پاتې کېږي او له دې سره به له یوه وګړي بل ته د ویروس د انتقال امکانات لا زیات شي.

XS
SM
MD
LG