د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۳۰ میلیونو واوښت


په کرونا ویروس اخته ناروغه روغتون ته د لېږدولو پر مهال
په کرونا ویروس اخته ناروغه روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د جانز هاپکنز پوهنتون د وروستیو شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر له ۳۰ میلیونو اوښتی او د مړینو شمیر یو میلیون ته نږدې شوی دی.

خو د جانز هاپکنز پوهنتون ارقام په دې ناروغۍ د اخته او مړو کسانو حقیقي شمېر نه‌ښيي ځکه په ټوله نړۍ کې خورا ډېر ناروغان د کرونا ټسټونه نه‌کوي او ځیني نور بیا پرته له دې چې د ناروغۍ نښې ولري دا ویروس انتقالوي.

په متحده ایالاتو کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۶،۶۷۴ زرو او د مړینو شمېر له ۱۹۷ زرو، په هند کې د کرونا د ناروغانو شمېر له ۵،۲۱۴ زرو او د مړو شمېر له ۸۴،۳۷۰ او په برازیل کې د کرونا د مثبتو مواردو شمېر له ۴،۴۵۵ زرو او د مړو شمېر له ۱۳۴،۹۰۰ اوښتی دی.

امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د موندلو لپاره لومړنۍ ازموینه
امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د موندلو لپاره لومړنۍ ازموینه

په عین حال کې د اروپا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مسؤل وايي چې په روانه میاشت کې په اروپايي هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر د ټولو لپاره د خبرداري زنګ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په اروپايي غړو کې د کرونا نږدې پنځه میلیونه مثبت موارد او د مړینو ۲۲۷ زره پېښې ثبت شوي.

اوس مهال په اروپا کې هره ورځ د ۴۰ او ۵۰ زرو ترمنځ نوي موارد ثبتېږي، خو په عین حال کې په ټسټونو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

صربیا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې لاندې
صربیا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې لاندې

په داسې حال کې چې په اروپا کې د کرونا موارد زیاتېږي، بریتانیا، چک جمهوریت، فرانسه او اسپانیا نن د سپټمبر په ۱۸مه په پام کې لري چې په لویو ښارونو کې د دې ویروس د مخنیوي لپاره نوي اقدامات وکړي.

په منځني ختیځ کې د کرونا د ناروغانو شمېر له ۱،۷۵۰ زرو او د مړو شمېر له ۴۱ زرو اوښتی او په افریقا کې د ناروغانو شمېر ۱،۳۸۱ زرو او د مړو شمېر له ۳۳،۳۰۰ اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG