د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

پر افغان زده‌کوونکو د کرونا اغېز په اړه د ماشومانو خوندیتوب ادارې موندنه


ارشیف
ارشیف

افغانستان کې د کرونا ویروس د محدودیتونو پر مهال په هرو ۱۰ ماشومانو کې ۸ هېڅ نه‌دي زده کړي او یا یې کم څه زده کړي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې دا خبره نن په یوه تازه راپور کې کړې ده.

په راپور کې راغلي، د کرونا ویروس له کبله تر ټولو زیات د بې‌وزله کورنیو ماشومان زیانمن شوي دي.

دغه راپور له ۳۵۱ ماشومانو او کورنیو سره د مخامخ خبرو او ۲۹۱ ماشومانو سره له لیرې واټنه د خبرو پر بنسټ جوړ شوی دی.

افغانستان کې د دغه بنسټ ویاندې مریم عطایي په یوه پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زیانمنو شویو ماشومانو لاسنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG