د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

چک جمهورت کې پرون د کرونا ویروس ۹۶۸ نوې پېښې ثبت شوې


چک جمهوریت کې روغتون ته په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د لېږدولو لړۍ
چک جمهوریت کې روغتون ته په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د لېږدولو لړۍ

چک جمهوریت پرون د کرونا ویروس ۹۶۸ نوې مثبتې پېښې ثبت کړې.

په دغو شمېرو سره په دې هېواد کې پر دې ویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر له ۳۸ زرو واوښت.

د چک د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې ۴۷۸ تنه هم د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.

په چک جمهوریت کې په دې وروستیو کې د کرونا مثبتې پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې چې چارواکي یې دې ته اړ کړي څو په تړلو ودانیو کې د ماسکونو اغوستل اجباري کړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۲۹ میلیونو او ترې د مړو شویو نږدې نهه لکه او ۳۰ زرو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG