د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

پاکستان کې ۱۰م او ۱۱م ټولګي او د عالي تحصیلاتو ادارې پرانیستل شوې


شاگردان یکی از مکاتب پاکستان
شاگردان یکی از مکاتب پاکستان

په پاکستان کې په میلیونونو زده‌کوونکي د راغلي کرونا وبا له کبله تر شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته ښوونځیو ته ستانه شول.

په لومړي پړاو کې ۱۰م او ۱۱م ټولګي او د عالي تحصیلاتو ادارې پرانیستل شوې.

د خېبر پښتونخوا د لنډي کوتل د یوه ښوونځي د ۱۰م ټولګي زده‌کوونکي عمران خان افريدي ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً زموږ ۵-۶ میاشتې ضایع شوې. نور دغه وضعیت نه‌شو زغملی، ځکه چې په کور کې ناست یو، لیک لوست نه‌شته، ښوونکي نه‌وو، د انټرنټ اسانتیاوې هم نه‌لرو."

د پاکستان مرکزي حکومت د کرونا ویروس د مثبتو پېښو تر کمېدو وروسته پرون د دغو ټولګیو د بیا پرانیستل کېدو خبر ورکړ.

د پوهنې وزیر شفقت محمود ویلي چې منځني ښوونځي به د سپټمبر پر ۲۳مه او لومړني ښوونځي به د سپټمبر پر ۳۰مه پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG