د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

دانش د سولې خبرو کې د مذهب مسئلې مطرح کولو پر وړاندې غبرګون وښود


سرور دانش
سرور دانش

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال د سولې په خبرو کې د مذهب د مسئلې د طرح کولو پر وړاندې غبرګون وښود.

ځینو رسنیو په دوحه کې د منابعو پر مټ راپورونه خپاره کړي چې د طالبانو مذاکره کوونکې ډلې د سولې د خبرو په کړنلاره کې وړاندیز کړی چې د دغو خبرو اترو بنسټ باید حنفي فقه وي.

دغه موضوع دولسمشر ددوهم مرستیال محمد سرور دانش له غبرګون سره مخ شوې ده ښاغلي دانش ددوشنبې په ورخ د سولې دنړیوالې ورځې په مناسبت په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په جوړو مراسمو کې وویل، طالبانو وړاندیز کړی چې د سولې په مذاکراتو کې د اختلاف د رامنځته کېدو په صورت کې باید، د حنفي فقې له مخې پریکړه وشي.

د ولسمشر دوهم مرستیال له طالبانو وغوښتل داسې اقدام دې ونه کړي چې، د افغانستان د خلکو ترمنځ اوسنی یووالی، دوستي او همغږي زیانمنه کړي.

قطر کې د طالب مرکچیانو یو انځور
قطر کې د طالب مرکچیانو یو انځور

هغه زیاته کړه: "د دې معنی داده چې ګواکې شیعه ګان د نورو ادیانو په څېر له شریعته وتلي او تاسې غواړئ له دوې سره د شریعت په چوکاټ کې چلند وکړئ، دا شان چلند په لومړي سر کې، د ابوحنیفه له فکر او مکتب او هم زموږ له دیني او حقوقي اصولو خلاف دی او سربېره پر دې د افغانستان د ډېری خلکو یو ډول سپکاوی دی."

د ښاغلي دانش په خبره ټول مذهبونه د اسلامي شریعت برخې دي او د سولې بهیر ټولو مذهبونو او سیاسي ډلو پورې اړه لري.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمیر پوهان وايي، د طالبانو له خوا د داسې موضوع مطرح کول ښیي چې د طالبانو په فکر کې بدلون نه دی راغلی.

عمر شریفي ازادي رادیو ته وویل، په خبرو کې داسې موضوع مطرح کول عادی امر دی خو د خبرو ډلې باید دا شان اختلاف، په جدي توګه حل کړي.

شریفي وايي: "په مذاکراتو کې باید په تمه اوسو چې طالبان خپل لید لوری مطرح کړي او دا ښه خبره ده چې که هغو کوم فکر او پالیسي لري، مېز ته یې راوړاندې کړي چې ټول پوه شي له چا سره مخا مخ دي، مذاکره هغه وخت وي چې داشان مسایل په کې مطرح او بحث پرې وشي، مذاکره دا نه ده چې ټول دې موافق اوسي، د مذاکرې اصل دا دی چې پر مسایلو بحث وشي."

د طالبانو سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې لس ورځې مخکې د افغان دولت د استازیو او د طالبانو د ډلې ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې خو تراوسه د دواړو لورو د تماس ډلې، د مذاکراتو د کړنلارې په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي او روښانه هم نه ده چې د دواړو لورو ترمنځ مستقیمې خبرې کله پیلېږي.

XS
SM
MD
LG