د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

ایا د هدفي وژنو موخه یوازې د سولې تخریب دی که تر دې لوی مسایل دي؟ 


کابل چاپ ځینې ورځپاڼې
کابل چاپ ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې د روانې پروسې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼۍ د سولې په برخه کې وروستیو نانندریو ته په اشارې سره لیکلي دي چې په دې ډول سولې ته نه رسېږو.

وړاندې راغلي که څه هم مشورتي لویې جرګې د ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول تائيد کړل خو حکومت د اتیا زندانیانو له خوشې کولو وروسته دا بهیر ځنډولی دی.

ورځپاڼې د افغان حکومت هغه شرط هم راخیستی چې ویلي دي له طالبانو سره د افغان حکومت یو شمېر کومانډو سرتېري بندیان دي باید خوشې يې کړي.

د سرمقالې لیکوال ته یو شمېر سرچینو ویلي چې له طالبانو سره د حکومت د پولیسو لوړ پوړي افسران او غوره کمانډو سرتېري بندیان دي چې شمېر يې ۳۰ تنه ښودل شوی.

وړاندې به سرمقاله کې ادعا شوې چې حکومت تر دې دمه د خپلو سرتېرو یو منظم ډيټابېس نه لري ځکه د سرمقالې د لیکوال په خبره یو میاشت وړاندې طالبانو ادعا وکړه چې د حکومت له لوري د ۱۰۰۰ تنه دولتي سرتېرو سپارل شوي لست کې د داسې کسانو نومونه هم شته چې په جګړه کې وژل شوي دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، دې ادعا ته په کتو فکر کیږي چې حکومت ته تر دې دمه دا معلومه نه ده چې کوم سرتیري يې ژوندي او کوم يې وژل شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي که حکومت د خپلو اسیرانو لېست په رښتیا هم نه لري نو دا د حکومت لپاره ډېر د شرم وړ خبره ده.

وړاندې د سرمقالې لیکوال لیکي یوه بله اندېښنه داده چې ښايي د حکومت اسیران طالبانو وژلي وي په دې صورت کې باید دغه ډله وضاحت ورکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي دي چې وروستیو جنجالونو ته په کتو فکر کېږي چې لا هم د بین لافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې ستونزې شته چې باید د حل لپاره يې دواړه لوري هڅې وکړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په افغانستان کې د هدفي وژنو زیاتېدو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې ایا د هدفي وژنو هدف یوازې د سولې تخریب دی که تر دې لوی مسایل دي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي، چې هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي دي.

لیکوال تور پورې کړی چې اوس په افغانستان کې دا ګمان په یقین بدلېږي چې دا کار د حکومت دننه د ځینو کړیو او اشخاصو کار دی.

خو د کومې خاصې کړۍ یا شخص نوم نه دی اخیستل شوی.

د سرمقالې لیکوال لیکي په افغانستان کې په وروستیو کې د نظر خاوندان، علما، د سولې پلویان او یو شمېر نور مهم کسان په نښه کېږي.

وړاندې پوښتنه شوې چې ولې دغه ډول کسان په نښه کېږي او څوک دا کار کوي؟

ورځپاڼه لیکي، طالبانو په وار وار په داشان وژنو کې لاس لرل رد کړي دي، داعش ډله يې هم مسئولیت نه مني.

د سرمقالې لیکوال لیکي دا اوس د حکومت مسئولیت دي چې پیدا کړي دا ډله څوک کېدای شي چې د سولې د سبوتاژ کولو هڅې کوي او هغه کسان په نښه کوي چې د سولې پلویان دي.

XS
SM
MD
LG