د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

هېواد: د ننګرهار پر عمومي زندان بريد د بندیانو د خوشې کولو لپاره شوی


ورځپاڼې
ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په جلال‌اباد محبس د وروستي برید په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح هم د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې وروستی برید مرموز او پېچلی بللی دی.

سرمقاله لیکونکي لیکلي دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې د ملي امنیت عمومي ریاست اعلان وکړ چې د دغو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مسؤل ضیاالرحمان مشهور په اسدالله اورکزی په ننګرهار کې ووژل شو.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې څنګه یوه ماته شوې ډله په دې بریالۍ کېږی چې یوه مرموزه او پېچلې حمله ترسره کړي.

هشت صبح ټینګار کوي چې حکومت باید په دې اړه خلکو ته پوره وضاحت ورکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د ننګرهار پر عمومي زندان وروستي بريد ته په اشارې سره لیکلي، روښانه ده چې دا بريد په ډېر دقت سره د بندیانو د خوشې کولو لپاره شوی دی.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، دا بريد په داسې حال کې کېږي چې افغان حکومت د طالبانو له‌خوا د هغو خطرناکو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه په بيا بيا رد کړې چې په ګڼو وژونکو ترهګريزو بريدونو او فعاليتونو کې ښکېل دي او يا هم د پاکستان ملېشې او يا د هغوی افسران او کسان دي.

ورځپاڼې ادعا کړې چې پاکستان په افغانستان کې د مداخلې او يا هم له ترهګرۍ او اورپکۍ سره د لاس لرلو او يا هم په افغانستان کې د مخامخ جګړې د اسنادو له‌منځه وړلو لپاره هڅه کوي چې په پټه خوله د هغوی زندانيان ازاد کړل شي.

سرمقاله کې راغلي، کله چې افغان حکومت دا غير قانوني کړنه رد کړه او نړيواله ټولنه هم د افغان حکومت د دغه دريځ ننګه کوي، بشري حقونو سازمانونه هم د ولسمشر غني پر دريځ ولاړ دي، نو بله لاره نه‌وه، دا بريد وشو چې زندان مات او په زور د ډله‌ييز يرغل پر مټ د هغوی د پام وړ زندانيان له ځان سره يوسي.

هېواد دولتي ورځپاڼې حکومت ته سپارښتنه کړې چې افغان حکومت بايد د دغه يرغل په مقابل کې بې‌تفاوته پاتې نه‌شي، بلکې په دې اړه په ملي، سيمه‌ييزه او نړيواله کچه اعتراضونه وکړي او ان د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د دغه سازمان د يوه غړي په توګه د خپلو بې‌ګناه وګړو او پر هېواد د بهرني يرغل په اړه غږ پورته کړي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، وروستۍ مشکوکې خونړۍ ترورېستي پېښې چې هېڅوک‌یې مسؤلیت په غاړه نه‌اخلي او یا لکه د جلال‌اباد پر محبس دا وروستۍ پېښه چې مسؤلیت‌یې داعش پر غاړه واخیست پوښتنې پیدا کړي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې ایا دا خو به هم د هغو هېوادونو، کړیو او اشخاصو کار نه‌وي چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې سره مخالفت لري او په خپله ګټه‌یې نه‌بولي؟

XS
SM
MD
LG