د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

هشت صبح: د افغانستان او امریکا ترمنځ د سیاسي اړیکو د خرابېدو اټکل شوی


کابل ورځپانه
کابل ورځپانه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې پروسې او جلال‌اباد کې د داعش ډلې د وروستي خونړي برید په اړه لیکنې او تبصرې چاپ دي.

  • هشت صبح

هشت صبح نادولتي ورځپاڼې د افغانستان او امریکا ترمنځ د سیاسي اړیکو د خرابېدو اټکل کړی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د سولې په پروسه کې د ښاغلي غني ستراتېژي هېڅکله امریکا ته د منلو نه‌ده ځکه امریکایان تر ټاکنو وړاندې د دې مسئلې د حل غوښتونکي دي.

خو ورځپاڼې ادعا کړې چې ښاغلی غني د سولې پروسې په نتیجه کې د یو لنډمهالي حکومت جوړېدو ته وېره لري او دا به لامل شي چې د سولې پروسه ځنډنۍ شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ولسمشر غني تر ډېره لېواله دی چې د امریکا نوي حکومت سره د سولې خبرې مخ ته یوسي او ممکن د امریکا رامنځته کېدونکی حکومت دغې پروسې ته په بله سترګه وګوري.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د سولې پروسې په وړاندې نوی خنډ د حکومت یو محتاطانه اقدام دی چې دا مهال‌یې د ۴۰۰ بندیانو جرمي دوسیې مطرح کړي.

ورځپاڼې پوښتنه کړې چې څه تضمین موجود دی چې څلور زره او ٦٠٠ زندانیان چې خوشې شول دا ډول جرمي دوسیې ونه‌لري؟

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې هم لیکلي چې په ظاهره د افغان حکومت له‌خوا د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو نه‌خوشې کول د بین‌الافغاني خبرو د پیل او سولې مخه نیولې ده.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، حکومت د خلکو درد نه‌شي احساسولای او په باور یې دغه دریځونو د سولې د خبرو د پیل مخه نیولې او د جګړې د غځېدو او افغان وژنې د دوام لامل شوې ده، نو له همدې امله حکومت ورته پړ دی او د سولې په لاره کې یې یا خنډ ګڼي او یا هم شک پرې کوي چې سوله نه‌غواړي.

د ورځپاڼې په باور افغانستان د حکومت دریځ له سولې سره د مخالفت تصویر ورکوي، که حکومت د سولې مخالفت کوي، نو بیا کیسه ښکاره ده او هر څه روښانه دي، خو که حکومت سم وي، نو دریځ‌یې وضاحت ته اړتیا لري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د ننګرهار پر محبس د ترهګریز بريد په تړاو لیکلي دي چې دغه خونړي برید ګڼې پوښتنې راولاړې کړې.

سرمقاله کې راغلي، په کور دننه او نړيواله کچه د داعش ډلې له‌خوا د دغه بريد منل، د افغان حکومت د هغې ادعا خلاف بلل کېږي چې په افغانستان کې يې دغه ډله ماته کړې ده.

د سرمقاله لیکونکي په وینا دغه بريد په داسې حال کې کېږي چې طالبانو سره د سولې خبرې، د يو شمېر خطرناکو زندانيانو د نه‌سپارلو له امله له ځنډ او خنډ سره مخ شوې دي، خو په وینا یې نړيوال څارونکي دا بريد د داعش ډلې د شتون ستره بېلګه بولي.

هېواد ورځپاڼې ادعا کړې چې د ننګرهار پر محبس برید ښیي که طالبان سوله کوي، نو د نورو ډلو پر مټ دا جګړه دوام مومي.

ورځپاڼې همدارنګه د دې قضيې بل اړخ دا په ګوته کړی چې له دغه زندان د بندنيانو د تښتولو په هڅه کې د زندان له داخل او بهر نه دېوالونه د درنو وسلو په ډزو او چاودنو سوري شوي او د داعش او طالب بندیانو په شمول يو شمېر سياسي زندانيان هم ايستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG